د ځوانانو مناظره: په کندوز کې امنيت په ټاکنو کې تر ټولو لويه اندېښنه

د ځوانانو مناظره: په کندوز کې امنيت په ټاکنو کې تر ټولو لويه اندېښنه

په افغانستان کې د مژدې ژرف يوسفزۍ ليکنه

د کندوز ولايت يوې سياستوالې پر ځايي چارواکو نيوکه کړې چې د امنيت په ټينگولو کې پاتې راغلي او د فساد مخه يې نه ده ډب کړې.

د کندوز د ولايتي شورا غړې، اصيلابارکزۍ د جنورې په دويمه نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا محصلانو ته په يوې جوړې شوې غونډې کې وويل، د پوليسو قوماندانانو ډېرې ژمنې کړي چې د ياغيانو له خوا د تاوتريخوالي د گواښونو مخنيوی به وکړي، خو له دې کار څخه يې د گوتو په شمېر خلک ډاډمن دي.   

د ٢٠١٣ کال د سپتمبر په مياشت کې، په کندوز کې د ټاکنو د کميسون مشر، امان الله امان خپل دفتر ته په لارې د دوو موټر سايکل سپرو طالبانو له خوا پر گولۍ وويشتل شو. نوموړی د رسېدلو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو.

بارکزۍ وويل، دې ډول پېښو له  فساد سره يوځای اندېښنې راپارولي او رايه ورکوونکي يې د اپرېل په پنځمې نېټې ټاکنو کې د برخې اخيستلو په اړوند زړه نا زړه کړي دي.

هغې وويل: "په کندوز کې د خلکو عمده اندېښنه د امنيت نشتوالی دی. په دې ولايت کې امنيتي ستونزې موجودې دي. همدارنگه خلک په ښار کې د زورواکو او غيرمسؤولو افرادو له لاسوهنې څخه هم اندېښمن دي."

په افغانستان کې به د اپرېل په پنځمه نېټه د ولسمشر، حامد کرزي ځای ناستي او همدارنگه ولايتي شوراگانو د غړو د ټاکلو په موخه سرته ورسيږي. د طالبانو مشر، ملا محمد عمر ويلي چې ټاکنې قانوني نه دي.

د کندوز د والي وياند، اسمعيل د غونډې برخه والو ته وويل، ډاډمن دی، د ټاکنو په بهير کې به له هر راز فساد او درغلۍ سره په مناسب ډول چلن وشي.  

هغه وويل: "د رڼو او شفافو ټاکنو د سرته رسولو لپاره هڅې روانې دي. د جمهوري رياست په فرمان کې په څرگند ډول ويل شوي، هيڅ دولتي چارواکی په ټاکنو کې لاس نشي وهلای، له سړغړوونکو سره په قانوني چلن وشي."

د محمد هاشم په نامه يوه محصل د امنيې له قوماندان، جنرال بهير څخه وپوښتل، د ټاکنو په ورځ د امنيت په اړه څه تضمين ورکولای شي؟

جنرال په ځواب کې وويل: "موږ خلکو ته ډاډ ورکوو، چې هيڅ ستونزه به نه وي. وضعه ډېره ښه ده."

مژده ژرف يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists