د ځوانانو مناظره: په کندهار کې پر بې پرې رسنيو تينگار

د ځوانانو مناظره: په کندهار کې پر بې پرې رسنيو تينگار

په افغانستان کې د سيد تاج محمد ليکنه

د کندهار پوهنتون محصلان وايي، په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د افغانستان د رسنيو رول د ټاکنو د برياليتوب لپاره ډېر مهم دی. 

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، دوا خان مينه پال وويل، ژورنالستان ولسمشريزو ټاکنو ته د ولاړو ټولو يوولسو نوماندو په اړه د خلکو د پوهې د کچې په لوړولو کې د پام وړ برخه لري.

مينه پال د دسمبر په اتمه د کندهار د مطبوعاتو په کلوپ کې د آی ډبليو پي آر له خوا يوې رابلل شوې غوڼدې ته په خپلې وينا کې وويل: "په دې کې هيڅ شک نشته چې رسنۍ په ټاکنو کې لوی رول لوبوي. د رسنيو دنده د نوماندو او د هغوی د تگلارو په اړه خلکو ته پوهه او معلومات ورکول دي."

رفيع الله اميد، د غوڼدې يو برخوال وويل، ځينۍ رسنيو داسې احساس کړی چې حکومت يې ډاروي او گوته يې وڅنډله چې [حکومت] به د هغې پايلې تر خپل اغېز لاندې راولي. هغه وويل: "دا کار به د ټاکنو شفافيت تر اغېز لاندې راولي."   

د کليد راډيو (د ځايي راديوي ستيشنونو او خپلواکو رسنيو ډله) پخواني مشر، نصير احمد ازاد له دې انکار وکړ چې گوندې ژورنالستان دې تر فشار لاندي وي، څو د سياستوالو په انحصار کې راشي.

هغه وويل: "زه فکر نه کوم چې گوندې رسنۍ دې د ټاکنو په اړوند ډارول شوي وي. که ډارول شوې وي، نو د ټاکنو شفافيت به تر سيورې لاندې راولي."

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم يوه استاد، شېرخان افغان وويل، خبريالان هم شخصي مسؤوليت لري چې د خپل کار بې پرېتوب خوندي کړي. 

هغه وويل: "خبريالان د ټاکنو په اړه د رپوټ چمتو کولو په برخه کې زيات مسؤوليتونه لري. هغوی ښايي د ټاکنو د کميسون د اجرااتو په اړه پوره معلومات ولري او د هيڅ يوه نوماند يا ډلې ملاتړ ونه کړي."

سيد تاج محمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists