د ځوانانو مناظره: په کندهار کې ټاکنې په سوله ييزه فضا کې سرته ورسېدې

د ځوانانو مناظره: په کندهار کې ټاکنې په سوله ييزه فضا کې سرته ورسېدې

IWPR
IWPR
Thursday, 17 April, 2014

په افغانستان کې د نثار احمد ليکنه

ويناوالو د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې، چې د اپرېل پر لسمه په کندهار پوهنتون کې جوړه شوې وه، په بريالۍ توگه د ټاکنو د بهير سرته رسېدل وستايل شول. هغوی وويل، تيت و پرک تاوتريخوالي او درغلۍ ونشو کړای په عمومي ډول د هغې د بريا مخه خنډ کړي.

د افغان امنيتي ځواکونو د همغږۍ د گډ مرکز قوماندان، ډگروال محمد هاشم خوگياڼي د ادارو تر منځ د همکارۍ لوړه کچه وستايله چې له امله يې د ټاکنې ورځ په کراره تېره شوه.

هغه وويل: "موږ يو گډ پلان جوړ کړی و. افغانانو د ټاکنو امنيت پخپله نيولی وو. لکه چې تاسو وليدل، په کندهار کې کومه بده پېښه رامنځته نشوه."

د فاضلې په نامه د کندهار پوهنتون يوې محصلې د کندهار د مطبوعاتو د کلوپ له مشر، ويناوال سيد سرور اماني څخه پوښتنه وکړه چې په کندهار ولايت کې په ټاکنو کې د ښځو د شمېر د کچې په اړه د هغه نظر څه دی. 

اماني په ځواب کې وويل: "د ټاکنو په ورځ ما پخپله وليدل چې د نارينه گانو تر څنگ ښځو ډېر اوږده کتارونه جوړ کړي وو. هغوی په پوره مينې او لېوالتيا رايې ورکړې. ما ډېرې زړې ښځې وليدې چې پوښتل يې، د رايې ورکولو پاڼې ولې پای ته ورسېدې."د محمد رحيم په نامه يوه بل محصل ولايتي شورا ته له ولاړ نوماند، گل احمد کمين څخه وپوښتل، د ټاکنو په ورځ حکومتي کارکوونکي او امنيتي ځواکونه څومره بې پرې وو. 

کمين وويل: "تېرې ټاکنې له درغلۍ پاکې نه وې. زما په اند [دا پلا] لاسته راوړنه له درغلۍ پاکه سرته ورسېده. وگورئ، دا ټاکنې له اټکل خلاف سرته ورسېدې. د ټاکنو کميسون د زيات شمېر خلکو د گډون تمه نه درلوده. يو شمېر نوماندانو درغلۍ ته زړه ښه کړی و، خو وس يې ونه رسېد. امنيتي پوځونو د منفي پېښو اټکل کړی و، خو مخه يې ونيول شوه."

نوموړي زياته کړه: "دې ټولو موږ خوشحال کړو او ټاکنې ښې رڼې سرته ورسېدې. ستونزې وې، خو شمېر يې ډېر لږ وو."

نثار احمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists