د ځوانانو مناظره: په ټاکنو کې د ناحکومتي موسسو د رول ستاينه

د ځوانانو مناظره: په ټاکنو کې د ناحکومتي موسسو د رول ستاينه

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د خوست د سويل ختيځ ولايت قومي مشرانو د هېواد د ورستيو ټاکنو په سرته رسولو کې د مدني ټولنې د ډلو د هڅو ستاينه وکړه.

د اپرېل د پنځمې نېتې ټاکنو ته د يو ستر برياليتوب په سترگه کتل کيږي چې د لومړنيو اټکلونو له مخې پکې نژدې شپېته سلنه وړ رايه ورکوونکو گډون وکړ.

د شنونکي د وينا له مخې د پراخه گډون کوونکو يو لامل د هغو موسسو د سخت کار او زيار ننتيجه وه چې د عادي افغانانو د سياسي پوهاوي کچه يې لوړه کړه. د دې هڅو له امله، آن په لرې پرتو کلو او بانډو کې گڼ شمېر رايه ورکوونکو له دې سره سره رايه ورکړه چې ويل کېدل پرېکړه د بهرنيو حکومتونو په لاس کې ده. 

په خوست کې د موسی جان ځدراڼ په نامه يوه قومي مشر د اپرېل په اوولسمه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل: "له ټاکنو څخه په دمخه غونډو کې د خلکو پراخ گډون د مدني ټولنو د زيار له امله و. د ټاکنو په ورځ د هغوی استازو د رايو په څارنه کې هم خپله ستره دنده سرته ورسوله. کېدای شي يو څه ستونزې په وې، خو د هغوی برياوې د ستاينې وړ دي."

د آی ډبليو پي آر په مناظرې کې د خوست ولايت د شيخ زاهد پوهنتون شاوخوا سلو تنو محصلانو گډون کړی وو. په ويناوالو کې قومي مشران، د مدنې ټولنو استازي او سياسي شنونکي شامل وو.

په پام کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون د اپرېل په ٢٦ د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ بشپړې پايلې اعلان کړي. وروستۍ هغه به د می د مياشتې په ١٤ نېټه له هغه وروسته اعلان شي، چې د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون د ادعا شوو درغليو د څېړنې سپيناوی وکړي.

د ورستۍ اوونۍ په مناظرې کې محصلانو له ويناوالو پوښتنه وکړه، چې ولې د مدني ټولنو د څارونکو له شتون سره سره د درغلۍ پراخه کچه ادعاگانې رامنځته شوې.

ځدراڼ په ځواب کې وويل، د فساد زياترو ادعاگانو له مخې دا ثابته شوه چې څارونکو ډلې او رسنيو د ناقانونه فعاليتونو په اړه په رپوټ ورکولو کې اغېزمن رول لوبولی دی.

هغه وويل: "موږ وليدل چې د مدني ټولنو فعالينو او همدارنگه رسنيو د ناقانونو کړنو په اړه خپل غږ پورته کړ او هغه يې خلکو ته وروښودې."

د يوسف انتظار په نامه يوه سياسي شنونکي زياته کړه، هغه هم په دې اند دی چې د مدني ټولنو موسسې له ټاکنو دمخه د خلکو د معلوماتو د کچې په لوړلو کې خورا اغېزمن رول لوبولی دی.

نوموړي د هغوی د هڅو ستاينه وکړه، ويې ويل، د افغانستان د نېکمرغه راتلونکي په جوړولو کې د هغوی رول ته "خوشبين"دی.

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists