د ځوانانو مناظره: په هلمند کې ټولټاکنو څرگنده کړه چې خلک د دموکراسۍ هرکلی کوي

د ځوانانو مناظره: په هلمند کې ټولټاکنو څرگنده کړه چې خلک د دموکراسۍ هرکلی کوي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د محمد ولي ځيرک ليکنه

ماهرانو د اپرېل په لسمه نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې غونډې کې وويل، په افغانستان کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټولټاکنو برياليتوب بېساری و.

د ځايي مدني ټولنې مشر، سردار محمد همدرد په هلمند پوهنتون کې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د زيات شمېر خلکو گډون، د لوړې کچې شفافيت (روڼتيا) او ټينگ امنيت نړيوالو ته جوته کړه چې افغانانو د دموکراسۍ هرکلی کړی دی. 

د ښوونې او روزنې د يوه محصل، ٢٣ کلن محمد فريد يوې پوښتنې ته هغه، چې امينت څنگه ډاډمن شو، وويل، "سره له دې چې د افغانستان دښمنانو غوښتل د ټاکنو په ورځ گډوډي رامنځته کړي، خو حکومتي پوځونو ښه امينت ټينگ کړی و او زيات شمېر خلکو په ټاکنو کې گډون وکړ." 

د کرنې د پوهنځي يوه محصل، محمد جمعه له ويناوالو څخه، چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو له ټولنې څخه پکې محمد يوسف پښتون هم گډون درلود، وپوښتل، د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې څنگه له تېرو ټاکنو سره پرتله کېدای شي.

د بست د راډيو يوه وياند، دلاور فردیس په ځواب کې وويل: "اوسنۍ ټاکنې له پخوانيو ټاکنو څخه ډېرې ښې وې. لومړی، زيات شمېر خلکو پکې گډون کړی او دويم، امنيت هم ډېر ښه و."

په هلمند کې ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، شفيق الله ساپي د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو د پاڼو د کمښت په اړه خبرې وکړې، چې يو شمېر خلک يې درغلۍ ته يوه لاره بولي. 

شفيق وويل، د لمانځه او ډوډۍ له ځنډ (وقفې) پرته، په يوه دقيقه کې د يوه نفر د رايه ورکولو د محاسبې له مخې د رايو ورکولو هر مرکز ته د رايو ٦٠٠ پاڼې وېشل شوې وې. دا پاڼې دومره وې چې د مازيگر تر څلورو بجو پورې ټولو رايه ورکوونکو ته ورسېږي. خو د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د رايو د ورکولو پاڼې تر غرمې پورې خلاصې شوي.  

هغه وويل: "دا يو تخنيکي ستونزه وه، نه درغلي. موږ ته ويل شوي وو چې په هره کڅوړه کې سل پاڼې موجودې دي. خو په يو شمېر کڅوړو کې يوازې پنځوس پاڼې موجودې وې. هغه هم دمخه خلاصې شوې."

د مناظرې گډون کوونکو وويل، که چېرته ولسمشريزي ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، بايد امنيتي کارکوونکي او ولس [د ټاکنو] بهير ته بشپړ ژمن پاتې شي.   

محمد ولي ځيرک د هلمند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists