د ځوانانو مناظره: په غزني ولايت کې زرگونو خلکو ته د رايې ورکولو پاڼې نه دي ورکړل شوي

د ځوانانو مناظره: په غزني ولايت کې زرگونو خلکو ته د رايې ورکولو پاڼې نه دي ورکړل شوي

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې څرگنده شوه چې په غزني کې ٤٥ زره تنه لا اوس هم د راتلونکي کال د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاکنو ته د رايو ورکولو پاڼو ته سترگې په لار دي.

د غزني پوهنتون يوه محصل، رحمت الله ادعا وکړه چې د اندړو، زنه خان او قره باغ ولسواليو زيات شمېر خلکو د رايه ورکولو لپاره اړينې پاڼې لاس ته نه دي راوړي.

د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونکي، شېراحمدحيدر وويل، د هغه د اټکل له مخې د نوموړو ولسواليو څه دپاسه ٤٥ زره ښځو او نارينه وو د رايې ورکولو پاڼې نه دې اخيستي.

د ټاکنو د خپلواک کميسیون وياند، نقيب الله احمدي د اداري نيمگړتيا پړه په نوموړو ولسواليو کې د امنيت پر کمزورۍ اچوي. هغه دا هم وويل، د هغه کارکوونکي بريالي شوي چې د تاوتريخوالي له خطر سره سره د نوموړو ولسواليو ١٥ زره کليوالو ته د رايې ورکولو کارتونه ورکړي.

مناظره د دسمبر د مياشتې په ٢٩ نېټه په غزني ولايت کې جوړه شوې وه او د نوموړي ولايت شاوخوا سلو تنو پکې گډون کړی وو.

د غزني د پوهنتون يوه استاد، جمعه خان همدرد د مناظرې برخوالو ته وويل، "د امنيت له نشتوالي سره سره بايد ټاکنې سرته ورسوو."

نورو ويناوالو گوته وڅنډله چې په ولايت کې موجودې امنيتي اندېښنې د رايه ورکوونکو په وړاندې جدي خنډونه رامنځته کولای شي.

غزني ولايت په مرکزي افغانستان کې پروت دی او څه دپاسه يو مليون استوگن لري. په داسې حال کې چې په دې سيمه کې د هلمند او کندهار په څېر جگړې نشته، خو امنيتي وضع پکې کاواکه ده. 

د ٢٠١٠ کال په سپتمبر کې د غزني د والي مرستيال، محمد کاظم الله يار په يو ځانمرگي بريد کې له پنځو نورو تنو سره ووژل شو. د ٢٠٠٧ کال په جولای کې ٢٣ تنه کوريايان د طالبانو له خوا وتښتول شول، دوه تنه يې ووژل شول او پاتې نور يې خوشې شول.

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل اود آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې يو خبريال دی.

 دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists