د ځوانانو مناظره: په دويم پړاو ټاکنو کې ښايي د رايې ورکوونکو ښځو شمېر لږ شي

د ځوانانو مناظره: په دويم پړاو ټاکنو کې ښايي د رايې ورکوونکو ښځو شمېر لږ شي

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د سويل ختيځ ولايت غزني مېرمنې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره په بيا ټاکنو کې د رايه ورکوونکو ښځو د رول د څرنگوالي په اړه په خپلو منځونو کې سره ويشلي دي.

د می د مياشتی په ١٧ په غزني کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کي ځايي مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو په خپلو کې په دې اړه ناندرۍ ووهلې چې آيا بې مينيتوب او بې پروايي د هغه چا په منځ کې موجوده وه، که نه، چې د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې په هغسې لېوالتيا رايه ورکړه. 

د غزني د ولايتي شورا غړې، حميدې گلستاني وويل، د هغې په اند د طالبانو د پسرلنيو عملياتو پيل به هرو مرو د امنيت په اړه اندېښنې راپيدا کړي او کېدای شي نارينه گان او ښځې دواړه د جون د ١٤ نېټې په ټاکنو کې گډون ونشي کړای.

د مدني ټولنې يوې فعالې، خاطرې سلطاني وويل، د رايې د اهميت په اړه اوس د ښځو د معلوماتو کچه هغومره پورته شوې چې آن د خطر په منلو به په دويم پړاو کې ونډه واخلي.  

سلطاني گډون کوونکو ته وويل: "باور لرم چې ښځې به د لومړي پړاو په څېر، آن که د سر په بيه يې هم وي، په پوره لېوالتيا په دويم پړاو کې گډون وکړي. اوس د ټاکنو د بهير او د هغې د اهميت په اړه د ښځو د پوهاوي کچه ډېره لوړه شوې ده. ښځې په افغان امنيتي پوځونو باور لري او هوا به اوس د لومړي پړاو په پرتله نرمه وي."

د پخوانيو وزيرانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنو نېټه، تر هغه وروسته چې د لومړي پړاو ټاکنې څه دپاسه شپږ اوونۍ دمخه سرته ورسېدې، ډېره وځنډېده.

د درغليو ادعاگانې او همدارنگه په دويم پړاو کې د مليونونو افغانانولپاره د دويم ځلې ټاکنو د لگښت پوره چمتو کول د هېواد پر مالي سرچينو لوی پېټی دی.

يو شمېر شنونکي ډار څرگندوي، د دويم پړاو ټاکنې د کال په داسې يو موسم کې، چې د حکومت د مخالفينو بغاوت پکې ډېرېږي، ناسمې دي. نور بيا وايي، د ټاکنو نه شفافيت او له امله يې د ډېری افغانانو له خوا د هغوی د پايلو نه منل به د نورې ناکرارۍ لامل شي.

گلستاني د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: "له بده مرغه، د غزني ولايت له بېلابېلو برخو څخه زموږ لاس ته  راغلو معلوماتو له مخې موږ په دې اند يو چې لږه شمېره ښځې به په دويم پړاو ټاکنو کې گډون ونکړي. لامل يې، امنيتي وضعه او همدارنگه د درغليو ادعاگانې او د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ دی."

د آی ډبليو پي آر مناظره د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د غزني ولايت د ښځو چارو رئيسه، شکريه ولي او د همدې رياست د حقوقو د څانگې مشره، فوزيه کاکړ شامل او همدا شان دغزني ولايت ولايتى شورا غړې حميده گلستاني وو

ولي گډون کوونکو ته وويل: "ښځې زموږ په هېواد کې له زياتو ستونزو سره لاس او گرېوان دي. لومړی، کېدای شي په دويم پړاو کې امنيتي وضعه هغسې نه وي، لکه چې په لومړي پړاو کې وه. دويم، ښځې په سياسي ډگر کې هغومره لوی لاس نه لري او لا تر اوسه د رايې ورکولو په اړه د نارينه گانو امر مني. زما په اند به په غزني  کې په دويم پړاو ټاکنو کې د ښځو گډون لږ وي."

کاکړ خوشبينه وه، ويل يې: "ښځو په تېرو ١٣ کلونو کې، په ځانگړې ډول په ښوونه او روزنه کې ډېر څه لاس ته راوړي. هغوی به ددې لپاره په دويم پړاو کې گډون وکړي چې نوموړې برياوې او فرصتونه وساتي. کومه ننگونه به يې د رايې ورکولو مخه ونه نيسي."

گلستاني له دې خبرې سره موافقه وه، ويل يې: "د افغانستان خلک، په تېره بيا ښځې د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره غيبي ځواک يا آن امريکا ته سترگې په لار پاتې نشي. ښځې بايد پخپله د ننگونو په وړاندې ودريږي."

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists