د ځوانانو مناظره: په ختيځ کې د حکومتي پوځونو له خوا د ځپلو ادعاگانې

د ځوانانو مناظره: په ختيځ کې د حکومتي پوځونو له خوا د ځپلو ادعاگانې

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د هېواد په ختيځ کې د افغان امنيتي ځواکونو چارواکي وايي د تېرې مياشتې له تاوتريخوالي خالي ټاکنې د هغوی د برياليتوب معنا ورکوي.

د ٢٠١ قول اردو د درېم کنډک قوماندان جنرال دادن لونگ وويل: "مخالفان حيران شوي وو. د مخامخ جگړې وس له لاسه ورکړی وو. اوس هغوی يوازې ځمکني ماينونه ښخولای شي او يا چريکې بريدونه سرته رسوي. د ټاکنو پر مهال يې خپله کمزورتيا څرگنده کړه."

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ جون د ١٤ د دويم پړاو ټاکنې له تمې پرته په ډېر سوله ييز ډول سرته ورسېدې، خو د رايو له شمېرلو وروسته سره خبره ادعاگانو ته ورسېده او په خپلواک ډول يې د شمېرلو غوښتنه وشوه.   

په ختيځ زون کې، چې ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان پکې شامل دي، کومه د پام وړ ستونزه رامنځته نشوه، خو وسله والو ځواکونو، طالبانو او ملکي خلکو ته د مرگ ژوبلې ځينې رپوټونه ورکړل شوي وو.

نوموړي ولايتونه له پاکستان سره په گده پوله پراته دي، چې طالبان پکې هډې لري. د گواښ د مخنيوي لپاره سرحدي امينت خورا مهم دي.

په ختيځ کې د  ٣٠١ سرحدي لوا قوماندان، جنرال ايوب حسين خېل وويل، د جون د ټاکنو پرمهال د لوړ مورال او سمبالو وسايلو د شتون له امله د هغه پوځونو خپله دنده په ډېر ښه ډول سرته رسولې ده.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: "البته، موږ اوس د پخوا په ترتله ښه روزل شوي يو او د درنو وسلو په لرلو هغوی د ياغيانو د ځپلو له امله وياړي."

د کورنيو چارو معين، اکرام الدين ياور د ټاکنو پر مهال د ختيځ زون مسؤوليت پرغاړه درلود له آی ډبليو پي آر سره يې په مرکه کې وويل، [د ټاکنو په ورځ] د رايې اچولو په مرکزونو او يا په پوليسو او اردو په سرتېرو باندې د گوتو په شمېر بريدونه سرته سېدلي دي.

جنرال ياور وويل، د امنيتي برياليتوب تر شا د خلکو ملاتړ خبره ډېره اړينه ده.

هغه وويل: "دا به سمه نه وي که ووايم چې امنيتي پوځونو په [يوازې] سره د رايو ورکولو زمينه چمتو کړې وه، خلکو له موږ سره مرسته وکړه چې ټاکنې په پوره ډاډمنه فضا کې تر سره شوې."

ذبيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists