د ځوانانو مناظره: پر ځوانو رايه ورکوونکو ټينگار وشو چې د رايو ورکولو پر مهال د نوماندو وړتيا او پوهه په پام کې ونيسي

د ځوانانو مناظره: پر ځوانو رايه ورکوونکو ټينگار وشو چې د رايو ورکولو پر مهال د نوماندو وړتيا او پوهه په پام کې ونيسي

Tuesday, 28 January, 2014

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

په لويديځ ښار هرات کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې غونډې کې وويل شول، د افغانستان ځوانان بايد د قومي تړاو له مخې رايه ور نه کړي، بلکې پر ځای يې د ولسمشرۍ لپاره هغه نوماند غوره کړي چې په ښه ډول د هغوی د گټو د خوندي کولو وس ولري.

د هرات پوهنتون يو محصل، نذير احمد پر دې اهميت ټينگار وکړ چې د يوه مشر د غوره کولو لپاره بايد د هغه وړتياوې په پام کې ونيول شي، نه د هغوی سيمه ييزو او نور تړاوونه. 

په مليونونه رايه ورکوونکي به د اپرېل په د راتلونکي کال د وري په شپاړسمه د اپرېل په پنځمه د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي چې د ولسشمر حامد کرزي د څوکۍ د نيولو لپاره نوی ولسمشر غوره کړي. په مخکنيو ټاکنو کې رايه ورکوونکو هڅه کړې وه چې د قوم، توکم، سيمه ييز او سياسي تړاو پر بنسټ نوماندانو ته رايه ورکړي.

احمد مناظرې ته گوته وڅنډله: "ډېر خلک وايي د قومي تړواو له مخې به رايه ورکړي. خو افغانستان به په دې روحيه سوکالۍ ته ونه رسيږي. ښه به دا وي چې رايه د وړتيا له مخې ورکړل شي. موږ بايد يوه پوه نوماند ته رايه ورکړو، چې د خپلو ښو پلانونو پر بنسټ له دې هېواد سره مرست وکړي."

دا مناظره د هرات ولايت مرکز ته شاوخوا اتيا کيلومتره په څېرمه ولسوالۍ، غوريانو کې جوړه شوې وه. په وينا والو کې د سيمې د نجونو د ليسې مدير، مدني فعال او د ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر گډون درلود. دې مناظرې ته ټول ٥٥ نارينه او ٤٥ ښځې راغلې وې.

د رسمي شمېرنو له مخې له ٦٠ سلنو څخه زيات افغانان له ٢٥ کلونو څخه تيټ عمر لري. د وحيدالله پويا په نامه يو ځايي خبريال په ټينگار وويل چې په دې ټاکنو به د ځوانانو رايې څومره مهمې وي او د غونډې پر حاضرين يې غږ وکړ، د نوماند په غوره کولو کې له ډېر فکر او دقت څخه کار واخلي.  

پويا وويل: "بريالۍ ټاکنې د افغانستان د ځوانانو په فکر او عمل پورې اړه لري. د ځوانانو رايې بايد بې په وازو سترگو وي، نه په دوديزو لارو چارو."

هغه زياته کړه: "په افغانستان کې معمولا د يوه نوماند شخصيت ته ډېر پام اوړي، نه هېواد ته د هغه/هغې تلارو ته. که چېرته رايه ورکوونکي، په تېره بيا ځوانان پاليسي تر افرادو پورته وگڼي، نو بيا به زموږ پر ډېرو ستونزو لاسبري شي. "

د سيمې د ولسوال استازي، نورگل زده کوونکو ته وويل، هغو څېرو ته رايه ورکړي چې په هېواد کې سوله تامينوي، له خپل هېواد سر مينه لري او خلک متحد کولای شي. 

هغه وويل: "هغه بايد يو اسلامي مشر وي او افغاني تابعيت ولري. هغه بايد داسې نه وي چې ماښام دوبی ته لاړ شي او سهار بېرته افغانستان ته راشي. هغه بايد ولس تر يوه چتر لاندې راغونډ کړي."

د غوريانو د ولسوالۍ يو ځوان، حامد سيرت وويل: "هيله لرم نوی ولسمشر به بېوزلي، بېسوادي، بېثباتي او بېروزگاري له منځه يوسي. دا د افغانستان د ځوانانو په وړاندې لوی خنډونه دي."

هارون حکيميد هرات پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists