د ځوانانو مناظره: پر موټرو بنديز د رسنيو مخه ډب کولای شي

د ځوانانو مناظره: پر موټرو بنديز د رسنيو مخه ډب کولای شي

Thursday, 12 December, 2013

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

ځايي ژورنالستان گوته څنډي چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې به پر پام کې نيول شوی ترافيکي بنديز په اغېزمن ډول د رپوټ چمتو کولو لپاره د خبريالانو مخه ډب کړي.

دا خبر، چې موټرې به د رايو ورکولو مرکزونو ته نه پرېښودل کيږي، په هغه غونډه کې پرې خبرې وشوې چې د آی ډبليو پي آر له خوا د هرات ولايت په کهکشان شرق پوهنتون کې د رسنيو د رول په اړه جوړه شوې وه. 

د ځايي رسنيو استازو وويل، تر هغه چې چارواکي نوموړي بنديزونه لېرې نه کړي، ستونزمنه به وي د ټاکنو په اړه د اعتبار وړ رپوټونه چمتو شي. 

د افغان ژورنالستانو د ملاتړ د مرکز مرستيال، ولي محمد حديد وويل، رسنۍ دنده لري چې د ټاکنو په ورځ کره او پر وخت رپوټ چمتو کړي، خو ډار يې څرگند کړ چې دا کار به د موټرو د بنديز له امله له خنډ سره مخامخ شي.

هغه وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون ښايي امنيت تامين کړي او د ټاکنو کارکوونکو ته لارښوونه وشي چې خبريالانو ته د ټاکنو په ورځ د اړتيا وړ ټول معلومات ورکړي. د خلکو استازي هم دنده لري د ټاکنو په اړه د هر راز سرغړونو په اړه سم او رغنده رپوټ ورکړي."

هارون حکيمي په هرات کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists