د ځوانانو مناظره: ټول نوماندان د قانون تابع دي

د ځوانانو مناظره: ټول نوماندان د قانون تابع دي

Tuesday, 25 February, 2014

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

د هېواد په لويديځ کې د ټاکنو چارواکو گوته وڅنډله، د افغانستان د ولسمشر په توگه د ولسمشر حامد کرزي د ځای نيولو لپاره بايد ټول ولاړ نوماندان د ټاکنو اصول په پام کې ونيسي.

په هرات ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييز مشر، طارق آرين وويل، د افغانستان راتلونکې په رڼو او د فساد او درغليو له ادعاگانو څخه په پاکو رايو پورې تړلې ده.

هغه نوماندان چې سياليو ته ولاړ دي بايد د قانون درناوی وکړي او اړوند کمپاين کوونکي يې د هغه په وينا د منلو د وړ "اخلاقو"خاوندان وي. رايه ورکوونکي ښايي په غونډو کې له گډون بې برخې نشي او نوماندان نشي کولای په خپل کمپيان کې له بهرنيو مرستو گټه واخلي.

آرين د فبرورۍ په ١٦ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې محصلانو ته وويل: "نوماندان بايد په سم ډول سيالي وکړي او د ټاکنو د قوانينو درناوی وکړي. بايد پر خپلو کمپاينونو له ١٧٥ زره ډالرو څخه زياتې پيسې ونه لگوي، بايد يو د بل سپکاوی ونه کړي او بهرنۍ مالي مرستې ونه مني. دا هم مهمه ده چې هيڅوک لارې بندې نه کړي او د ټاکنو د کپاين پر مهال د رايه ورکوونکو د تگ مخه ونه نيسي."

په افغانستان کې به د اپرېل په پنځمه د ولسمشر د څوکۍ د نيولو لپاره ټاکنې وشي چې د حامد کرزي ځای ونيسي. حامد کرزی د اساسي قانون له مخې نشي کولای د درېم ځل لپاره ځان ونوموي. ولايتي شوراگانو ته ټاکنې به هم مهاله تر سره شي.

په دواړو ټاکنو کې تر ټولو لويه ننگونه د پراخې درغلۍ خطر دی. په ٢٠٠٩ کال ټاکنو کې د فساد د شتون خبره شوې وه او په دې ټاکنو کې به هم ورته ستونزه د واک سوله ييز لېږد تر سيورې لاندې راولي. 

د حامد سلجوقي په نامه د هرات يو خبريال د مناظرې برخوالو ته وويل، د افغانستان د ټاکنو قانون د پرمختللو ولسونو په منل شوو معيارونو جوړ شوی دی.

هغه وړاندوينه وکړه، سره له دې به هم له قانون څخه سرغړونه وشي او ويې ويل، "داسې کوم تضمين نشته، هغه څه چې د کاغذ پر مخ گورو، د عمل په ډگر کې دې پلي شي."

هغه وويل: "د ولايتي شوراگانو د کمپاين لگښت ٥٠٠ زره افغانۍ [٨٧٠٠ ډالره] ټاکل شوی او د ولسمشرۍ نوماندان کولای شي لس مليونه افغانۍ [١٧٥٠٠٠ ډالره] ولگوي. خو زما په اند که په هرات کې د ولايتي شورا هر نوماند ته وگورو، نو څرگنده به شي چې د ټاکنو د خپلواک کميسون له ټاکلو پيسې يې ډېرې لگولي دي."

په هرات کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) سيمه ييز مشر، محمد يونس منير پر يو لړ اصولو رڼا واچوله چې بايد نوماندان يې پلي کړي. 

هغه وويل: "کمپاين بايد د قانون په چوکاټ کې تنظيم شي. نوماندان بايد حساب ورکوونکي وي، بايد د ټاکنو په لگښت کې روڼتيا ولري، بايد د کمپاين پرمهال له حکومتي کارکوونکو څخه کار وانخلي."

نوموړي زياته کړه: "تر دې دمه د هرات د فيفا دفتر د ولسمشرۍ لپاره د ولاړو نوماندانو په اړه کومه سرغړونه، نه ده اورېدلې."

له مناظرې وروسته يو محصل وويل، د ټاکنې د بهير په اړه يې ډېر څه زده کړل.

هغه وويل: "په ځانگړي ډول دا [غونډه] ما ته ډېره گټوره وه. اوس، چې مې د بهير د شفافيت په اړه پوره ډاډ ترلاسه کړ، ډېر لېوال يم چې پکې برخه واخلم."

هارون حکيمي د هرات پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists