د ځوانانو مناظره: ټاکنې بايد عادلانه وي

د ځوانانو مناظره: ټاکنې بايد عادلانه وي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د هارون حکيمي ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې محصلانو واورېدل چې ښه امنيت او فعالې مدنې ټولنې په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره ډېرې اړينې دي. 

د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، طارق آرين د فبرورۍ په ٢٧ په هرات کې د آی ډبليو پي آر له خوا په ېو رابلل شوې مناظرې کې وويل، بريالۍ ټاکنې د نړيوالو او افغان څارونکو په موافقې پورې هم تړاو لري چې د شفافو او راڼو  ټاکنو د سرته رسېدو پخلی وکړي. 

هغه وويل، له دې پرته به د پايلو اعتبار په داسې يوه مهال کې، چې افغانستان د ناکرارۍ په مورگه ولاړ دی، هرو مرو تر پوښتنې لاندې راولي. که څرگنده شي چې د اپرېل د پنځمې نېټې پر ټاکنو فساد سيوری غوړولی، نو د واک سوله ييز لېږد به له خنډ سره مخامخ شي. 

په هرات کې د ملي دموکراتيک انستيتوت د ولايتي څانگې مشر، عبدالعزيز صميم وويل، د ښو او سمو ټاکنو لپاره بل اړين توکی خپلواکې څارنې دي.  

هغه وويل، په داسې حال کې چې امنيت د ټاکنو په وړاندې يوه جدي ننگونه ده، له هغې سره سره يو څه ډاډمن دی چې د څارونکو پوره شمېره د رايې ورکولو څارلو ته چمتو ده.

صميم، چې اداره يې له سياسي گوندونو سره د هغوی د کارونو په پياوړتيا او د کمپاين د وړتياوو په سمون کې مرسته کوي، وويل، "يوه بله ننگونه، چې زموږ په ورکشاپونو کې ډېره اورېدل کيږي، په ټاکنو کې د لږ شمېر ښځو گډون دی."

نوموړي وويل: "موږ اورو چې ښايي نارينه گان د خپلو کورنيو ښځينه غړو ته د خپلې خوښې  نوماند ته د رايې ورکولو لارښوونه وکړي. خو موږ ښځې هڅولې چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي."

د مناظرې يو گډون کوونکي محصل، رحماني له ويناوالو پوښتنه وکړه، کومې موسسې د ټاکنو په څارنه کې مرسته کوي.

صميمي وويل، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) او د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) دواړه د څارونکو ډلې گوماري.

هارون حکيمي د هرات پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists