د ځوانانو مناظره: ټاکنې بايد افغانستان سره متحد کړي

د ځوانانو مناظره: ټاکنې بايد افغانستان سره متحد کړي

Friday, 13 June, 2014

په افغانستان کې د فاضل ليکنه

د ختيځ ولايت، ننگرهار پوهانو او د مدني ټولنې فعالانو پر رايه ورکوونکو غږ وکړ، "بيدار شي"او وپوهيږي چې د ولسمشرۍ لپاره د جون د ١٤ نېټې ټاکنې د سولې او سوکالۍ لپاره ډېرې اړينې دي.

د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، نعتانور فاروقي وويل، ټول وړ رايه ورکوونکي نه يوازې په تاريخي ټاکنو کې د گډون دنده لري، بلکې رايه نه يوازې يو حق بولي، بلکې د خپل ځان وياړ يې هم وبولي.

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې څه دپاسه شپېتو تنو محصلانو ته په وينا کې هغه وويل، چې د عبدالله عبدالله او يا دهغه د سيال اشرف غني احمدزي په ټاکلو کې پلوي او ايتلافونه په پام کې ونه نيسي. هغه وويل، پر ځای يې مسؤوليت لري د هغه نوماند ملاتړ وکړي چې د هېواد گټې په ښه ډول سرته رسولای شي. هغه زياته کړه، تر هر څه دمخه افغانستان يووالي ته اړتيا لري. 

فاروقي د جون د اتمې نېټې غونډي ته وويلل: "افغانانو ته د دې وخت راغلی چې خپل برخليک پخپله وټاکي. د ټاکنو پر فعال گډون سربېره موږ دا اړتيا هم لرو، هغه نوماند ته رايه ورکړو چې رغنده سياسي ا اقتصادي پروگرامونه لري، داسې يو څوک چې هېواد له ناتار څخه راوباسي." 

هغه وويل: "د ټولني ټول غړي، په تېره بيا ځوانان، بايد ويښ او متحد شي. بايد د ټاکنو د څارنې له لارې د درغليو مخه ونيسي، هغه چاته اجازه ورنه کړي چې د زور او پيسو له لارې بهير گډوډوي. خلک بايد د [ښو او بدو] ترمنح توپير وکړای شي او په لاسي توگه هېواد لا پسې د بدمرغۍ کندې ته ونه غورځوي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د جلال آباد ښار د التقوا د لوړو زده کړو په خصوصي انستيتوت کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې فاروقي، د مدني ټولنې فعال، انور سلطاني او د ځلاند افغانستان د ټولنې مشر، انعام الحق احساس  شامل وو.

سلطاني محصلانو ته ډاډ ورکړ، د اپرېل په پنځمه د لومړي پړاو له ټاکنو څخه درس اخيستل شوی. هغه وويل، د رايپاڼو د کمښت ستونزه هواره شوې او فساد به ونه زغمل شي. 

هغه پر رايه ورکوونکو غږ وکړ، "نړۍ ته څرگنده کړئ"چې اوس ډېری افغانان سوله او بيارغاونه غواړي، نه پرله پسې جگړه. په ټاکنو کې گډون به دا پيغام لا پسې لوړ کړي. 

هغه وويل: "په لومړي پړاو کې د نوماندانو شمېر زيات او د څارنې بهير کمزوری و. د [رايپاڼو] کمښت او نورې ستونزې به په دويم پړاو کې موجودې نه وي."

"د اپرېل د پنځمې نېتې په ټاکنو کې د خلکو پراخ گډون موږ ډاډمن کړو چې ولس بيدار شوی او د ټاکنو پر ارزښت پوهيدلي دي. افغانان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې دا پلا د هغوی له برخليک سره لوبې وکړي."

فاضل د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists