د ځوانانو مناظره: يو پر بل تور لگول

د ځوانانو مناظره: يو پر بل تور لگول

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د اکمل ظاهرليکنه

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د دوو نوماندانو د کمپاين ډلي د ځان په گټه د پايلو د څرخولو تورونه لگوي.

د جون د ١٤ د دويم پړاو تر ټاکنو وروسته د دوو نوماندانو له ډلې څخه يو نوماند، عبدالله عبدالله، د ټاکنو لومړنۍ پايلې ونه منلې، چې پکې اشرف غني ته بايلونکی و او ١٣ سلنه رايې يې د هغه ٥٦ سلنو رايو په وړاندې لږې وړې وې. د ټاکنيز بهير د ناکامۍ د مخنيوي لپاره اوس يو خپلواک کميسون د رايو په بيا شمېرلو لاس پورې کړی دی.

په ولايتي کچه او همدارنگه  په پلازمېنې کې ناندرۍ روانې دي.

د ختيځ زون (ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان) لپاره د عبدالله د ډلې مطبوعاتي کارکوونکي، خوشحال آی ډبليو پي آر ته وويل، "پاکې رايې له ناپاکو رايو څخه جلا شوي نه دي... زموږ مخالفانو د درغلۍ له امله ډېرې رايې وړي دي. له دې امله پايله د منلو نه ده."

په ختيځ کې د اشرف غني احمدزي د ډلې مطبوعاتي کارکوونکي، ارشاد رغاند د ناسمو کړونو خبره رد کړه، ټينگار يې وکړ، په لومړنيو پايلو کې د هغوی د نوماند بريا د رايو ورکوونکو د رښتينې ارادې څرگندوونکې وه. 

رغاند وويل: "زموږ ټيم د درغلۍ ټيم  نه دی. موږ د خلکو پاکې رايې لاسته راوړي. موږ يوه ناپاکه رايه هم نه غواړو. زموږ مخالفان بايد د خلکو د رايو درناوی وکړي."

په ننگرهار کې د مثبت بدلون په نامه د مدني ټولنې مشر، عبدالبصير سباوون آی ډبليو پي آر ته وويل، بايد د رايو گټونکی د پاکو او رڼو پرېکړو له لارې معلوم شي.  

نوموړي هغو خلکو ته گوته وڅنډله، چې د پردې ترشا د ايتلاف په نامه معاملې کوي. دا به تر ټولو ناوړه مثبته پايله وي. هغه وويل: "لکه چې افغانانو د زهرو گوټ کړی وي." 

هغه وويل: "موږ غواړو چې دواړه ټيمونه [وروستۍ] پايلې ومني. که چېرته ايتلافي حکومت رامنځته شي، معنا به يې داوي چې د خلکو د رايو درناوی نه دی شوی. خلک به بيا هيڅکله هم په ټاکنو کې گډون ونه کړي."

اکمل ظاهرد ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists