د ځوانانو مناظره: يوازې يوه رايه ټاکنې څرخولای شي

د ځوانانو مناظره: يوازې يوه رايه ټاکنې څرخولای شي

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې واورېدل شول، چې د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې يوه رايه کولای د ولس برخليک بدل کړي.

د هرات پوهنتون يو استاد، بصير احمد دانشيار په ټينگه وويل، هر يو قانوني رايه ورکوونکی دنده لري چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې گډون وکړي، ترڅو د هېواد د ځوانې دموکراسۍ په پياوړي کولو کې مرسته او تلپاتې برياليتوبونه رامنځته کړي.  

د آی ډبليو پي آر يوې رابلل شوې غونډې ته په وينا کې هغه دا ومنله چې افغانان له څه دپاسه دېرشو کلونو جنگ او جگړو وروسته له خورا ډېرو ستونزو سره لاس او گرېوان دي. هغه پر حاضرو محصلانو غږ وکړ چې له وروستيو په سخته لاسته راغلو برياوو څخه گټه پورته کړي او د خپلې راتلونکې له جوړولو سره ژمنه وکړي.   

دانشيار گوته وڅنډله: "د يوازې يوې رايې ارزښت کولای شي زموږ د ولس برخليک بدل کړي. که په ټاکنو کې گډون ونه کړو، نو زيان يې همدا موږ ته رارسيږي چې په خپل لاس خپله دموکراسي له لاسه ورکړو. د رايې ورکول زموږ د هر افغان ملي، اخلاقي او ديني دنده ده. د دې کار په نه کولو زموږ راتلونکې ته ډېرې ستونزې متوجه دي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د مارچ په ١٦ په هرات پوهنتون کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د هرات د يو شمېر مدني ټولنو استازی، عليجان فصيحي او په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون رئيس، عبدالقادر رحيمي گډون درلود.  

دانشيار د غونډې گډون کوونکو ته وويل، دموکراتيک بهير په حقيقت کې په اسلام کې ژورې ريښې لري، خو د مذهبي توندلارو له خوا په بشپړ ډول د يوې لويديځې پديدې په توگه رد شوی دی.

هغه د "بيعت"اصل ته په گوتې نيولو د مسلمانانو د مشر ټاکل ياد کړل. 

هغه محصلانو ته وويل: "الله موږ ته لارښوونه کړې، خپله رايه هغه چاته ورکړو چې صادق او رښتينی دی. له دې امله بايد خپله رايه هغه چاته ورکړو چې پوه، هېوادپال او پرهېزگار وي. موږ د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې ډېره ستره دنده لرو."

فصيحي له دانشيار سره په دې خبره يوه خوله و چې سياسي گډون هم حق او هم مکلفيت دی.

هغه وويل: "هر مستحق هېوادوال بايد له خپل حق څخه گټه واخلي او تر ټولو غوره نوماند ته رايه ورکړي. موږ هر يوه مکلفيت لرو چې خپله رايه وکاروو."

د هرات پوهنتون د ژورنالېزم محصل، برات علي بهکام له ويناوالو وپوښتل، په داسې حال کې چې ټاکنو ته ولاړ ټول نوماندان د حکومت [کولو] وړتيا نه لري، نو خلک به چاته رايه ورکوي. 

دانشيار په ځواب کې وويل، محصلان بايد په موجودو نوماندانو کې تر ټولو ښه نوماند وټاکي. دا کار تر هغه غوره دی چې رايه هيڅ ونه کارول شي.

هغه وويل: "که موږ له ټاکنو سره مقاطعه وکړو، نو احتمالا د ناوړو پايلو په وړاندې به مسؤول واوسو."

رحيمي وويل، د ولسمشر حامد کرزي د ځای د نيولو لپاره ټولو ولاړو نوماندانو ته بايد په ځير وکتل شي.

هغه زياته کړه: "دا به غوره وي چې ښه نوماند ته رايه ورکړل شي، توڅو پر خپلې رايې خواشينې نشو. هغه بايد ټولې ښې ځانگړتياوې ولري او د خلکو او ولس له برخليک سره لوبې ونه کړي."

عذرا عزيز د هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists