د ځوانانو مناظره: وياړ د ښځينه رايه ورکوونکو په زړورتيا

د ځوانانو مناظره: وياړ د ښځينه رايه ورکوونکو په زړورتيا

په افغانستان کې د محمد عيسی آريا ليکنه

د سويل لويديځ ولايت پکتيا د پوهنتون يو مشر استاد په وروستيو ټاکنو کې د ونډې اخيستلو له امله د افغان مېرمنو د بېسارې زړورتيا ستاينه وکړه.

د پکتيا پوهنتون د طب د پوهنځي يوې استادې، نازدانې پکتياوال وويل، د اپرېل په پنځمه د رايې ورکوونکو په ډله کې د ښځو د شمېر د زياتوالي لامل د رسنيو او مدني ټولنې ډلو پراخ کار و.

د اپرېل په ٣٠ نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې پکتياوال وويل، اوس ښځې د ټاکنو د ارزښت په اړه پراخ معلومات لري او له دې امله يې پر ځانونو لازمه وبلله چې په هغې کې ونډه واخلي.

هغې پر ټولو ښځينه وو ټينگار وکړ چې په ټول سياسي ژوند کې ستر رول ولوبوي.

هغې محصلانو ته وويل: "ښځې اوس پوهيږي چې بايد د خپلو حقونو د دفاع لپاره په ټولنه کې فعال رول ولوبوي. څومره ستر رول چې هغوی په ټاکنو کې ولوباوه، په هماغه کچه به وکړای شي له خپل واک څخه برخمنې شي."

په دې مناظرې کې، چې په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو يوه لړۍ وه، د ويديويي کنفرانس له لارې پکې د کندوز او پکتيا ولايت د پوهنتونونو محصلانو گډون کړی و. کندوز د افغانستان په شمال ختيځه څنډه او پکتيا د افغانستان په سويل کې له پاکستان سره په پوله پراته ولايتونه دي.

يو شمېر ويناوالو د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو د برياليتوب خبرې کولې، خو ځينې نورو دا له وخت څخه مخکې خبره وبلله.

د کندوز ولايت د مدني ټولنې فعالې، مرضيې رستمي مناظرې ته وويل، ښه امنيت، د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړولو پروگرامونو او د يو شمېر ديني عالمانو ملاتړ له اټکل پرته د ښځينه وو رايه ورکوونکو د شمېر په زياتوالي کې مرسته وکړه.     

هغې وويل: "د کندوز د ٢٠٠٠٠٠ رايو ورکوونکو له ډلې څخه ٣٦ سلنه يې ښځې وې."

هغې د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: "ښځو ته څرگنده شوه چې هغوی په اسلام کې د نارينه گانو په څېر دريځ لري او بې ارزښته پيدا شوې نه دي. رايه ورکوونکي له تېر حالت څخه يو څه ستړي او ستومانه برېښېدل او څرگنده شوه چې بدلون غواړي."

رستمي يادونه وکړه، په لويو ښارونو او کليوالي سيمو کې د ښځو رايو يو څه توپير درلود. هغې وويل، په کليوالي سيمو کې: "ښځې لا تر اوسه د خپلو ميړونو پرېکړو ته غاړه ږدي او په دود او دستور کې راښکېلې دي. د هغوی د معلوماتو کچه ډېر ټيټه ده."

د پکتيا يو ژورنالست، نيازالله اصيل ځاځي وويل، د هغه په اند د [رايه ورکوونکو] د شمېر د زياتوالي ستر لامل د رسنيو رول و.

نوموړي وويل: "دا رسنۍ وې چې د خلکو کورونو ته لاړې او هر يوه، په تېره بيا ښځو ته يې د هغوی د رايې د ارزښت په اړوند معلومات ورکړل. د ټاکنو په اړه رادېویي خپرونو د خلکو د معلوماتو په پراخوالي کې ارزښتمن رول ولوباوه."

د کندوز پوهنتون يوه محصل، محمد حسن کولابي له ويناوالو وپوښتل، د پکتيا ولايت ښځو د هغه ولايت ځان ساتي چاپېريال او د ياغيانو پراخ فعاليت ته په پام څنگه وکړای شول په ټاکنو کې برخه واخلي؟

ځاځي په دې اړه ځواب ورکړ: "د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو او د ازادو رسنيو اوهمدارنگه د مدني ټولنې د موسسو له رامنځته کېدو وروسته، چې د ښځو له حقونو څخه يې دفاع کړې، زموږ حالت بدل شوی دی. دې موسسو د ښځو په پوهولو کې مهم رول لوبولی دی."

محمدعيسی آريا د کندوز پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists