د ځوانانو مناظره: نوی ولسمشر له سترو ننگونو سره مخ دی

د ځوانانو مناظره: نوی ولسمشر له سترو ننگونو سره مخ دی

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د يلدا يوسفزۍ ليکنه

د افغانستان راتلونکی ولسمشر بايد د زده کړې، فساد، امنيت او د کار موندلو بنسټيزو موضوعگانو ته ځواب ووايي. 

په کندوز کې د اپرېل د ٢٠ نېټې غونډې گډون کوونکو استادانو او محصلانو يو لړ ټاکلي ډگرونه په گوته کړل چې د هغوی په اند يې بايد په وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ځايناستی بيړني گامونه پورته کړي.  

د هغوی په ډېرو لويو غوښتنو کې په ښوونه او روزنه کې د پانگې پر زياتوالی او د بېوزلۍ د رېښو او جرړو پر ايستلو خورا زيات ټينگار وشو. د غونډې گډون کوونکو په ټينگار وويل، که چېرته افغانان ښه زده کړه او روزنه ترلاسه کړي، نو په غوره توگه به وکړای شي له ځان سره د مرستې جوگه شي. 

د غلام عباس مبارز په نامه يوه محصل د غونډې برخوالو ته وويل: "راتلونکی حکومت بايد دې ټکي ته جدي پام واړوي چې ناقانونه وسله والې ډلې بې وسلي او امنيت تامين کړي. د بېوزلۍ د جرړو د ايستلو، د کاري فرصتونو د پيداکولو او له فساد سره د مبارزې په اړوند بايد جدي گامونه پورته شي."

د ولسمشر د ټاکلو لپاره د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې له اوو مليونو څخه زياتو افغانانو گډون کړی وو. د ولايتي شوراگانو ټاکنې هم په همدغه وخت کې ترسره شوې.

د اساسي قانون له مخې، د دوو دورو له پوره کولو وروسته ولسمشر کرزی نشي کولای د درېم ځل لپاره ټاکنو ته ودريږي او بايد په افغانستان کې د لومړي ځل  لپاره د واک سوله ييز لېږد ته لار هواره کړي. له دې امله چې دوو مخکښو نوماندانو، هر يوه عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې پنځوس سلنه رايې نه دي پوره کړي، ټاکنې دويم پړاو ته ځي او ښايي د می په ٢٨ ترسره شي.

د آی ډبليو پي آر مناظره په کندوز پوهنتون کې جوړه شوې وه او "د سولې لپاره ښځې او ځوانان"ناحکومتي موسسې مشره، مرضيه رستمي، د کندوز پوهنتون د شرعياتو د پوهنځې استاد، عبدالقدوس اصولي او د باختر خبري اژانس مدير، رحمت الله حرمت يې ويناوال وو. 

رستمي پر ټولو حاضرينو غږ وکړ چې په هېواد کې د بشري حقونو د ساتنې اهميت ته پام وکړي. حرمت د بيان او نظر د ازادۍ په ډگر کې پر لاسته راغلو برياوو رڼا واچوله.  

رستمي وويل: "وزيران بايد له مسلکي اشخاصو څخه وټاکل شي او د فساد د ريښو د ايستلو لپاره دقيق پلانونه جوړ شي. تر اوسه يوازې د گوتو په شمېر جنايتکارانو ته سزا ورکړ شوې ده."

اصولي زياته کړه: "د هېواد د ښوونې او روزنې سيستم بايد له لومړنيو ښوونځيو څخه نيولي د پوهنتون تر کچې پورې معياري شي. غوره پانگونې ته اړتيا ليدل کيږي."

يلدا يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists