د ځوانانو مناظره: نوي مشران بايد د ناسمو کارونو مخه ونيسي

د ځوانانو مناظره: نوي مشران بايد د ناسمو کارونو مخه ونيسي

په افغانستان کې د محمدعارف انوري ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې محصلانو وويل، د ولسمشر حامد کرزي ځايناستی بايد د کوکنارو د کرکېلې، ناامنۍ او فساد لمنه ټوله کړي.

نوموړې مناظره د جنورې په نهمه نېټه په مزارشريف ښار کې د بلخ پوهنتون د څه دپاسه سلو تنو محصلانو په گډون جوړه شوې وه. د مناظرې برخوالو محصلانو يادونه وکړه څه دپاسه درېو لسيزو جگړو ولس ډېر کړولی او ربړولی دی. د اپرېل ټاکنې د بدلون لپاره يو مناسب فرصت دی.      

د پوهنتون يوه استاد، سيد عبدالحميد صفوت دا مني، رايه ورکوونکي له نوې ادارې څخه د تمې حق لري چې د هغوی په وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي او وزيران داسې نه وي چې خلک ورته د جنايتکارو په سترگه وگوري. 

هغه وويل، د مدني ټولنې ډلې د مخکنيو ټاکنو په پرتله اوس ډېرې پياوړې او اغېزمنې دي. هغوی کولای شي فساد رابرسېره او سياسي اداره محاسبې ته راکاږي.

صفوت ومنله: "البته د نشه يي توکو، فساد او په مدني ټولنو او حکومتي ادارو کې ژبنۍ موضوعگانې موجودې دي. له دې امله موږ زيات رنځ او کړاو گاللی دی. افرادو او ډلو زموږ د غولولو په موخه له دموکراسۍ او مذهب څخه ناوړه گټه پورته کړې ده."

"اوس افغانان تمه لري نوی حکومت به د دې ناسمو کارونو مخه ونيسي."

د ژورناليزم د پوهنځي يو محصل، يادالله طاهري غونډې ته وويل رايه ورکوونکي غواړي چې د ټاکنو په ورځ د رايو ورکولو مرکزونه خوندي وي او دې کار ته د لومړيتوب حق ورکړ شي. هغه وويل، د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه وياند ويلي چې ناامنو ولسواليو ته به د رايو اچولو صندوقونه و نه لېږل شي.

هغه وويل: "امنيت د خلکو ستره اندېښنه ده، ځکه له شمېرنو ښکاري چې د رايو ورکولو ٢٥٠ –٣٠٠ مرکزونه به سم امنيت ونه لري. د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه استازي په خپلو مرکو کې ويلي، هغو سيمو ته به د رايو ورکولو صندقونه ونه ليږل شي چې امنيت يې ډاډمن نه وي. په دې توگه به زموږ يو زيات شمېر هېوادوال د رايو ورکولو چانس ونه لري. آيا فکر نه کوئ چې دا کار به د ټاکنو روڼتوب (شفافيت) تر پوښتنې لاندې راولي؟"

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون مرستيال، اجمل احدي ومنله چې د ټاکنو بهير د ياغي ډلو د فعاليتونو تر اغېز لاندې دی، خو ټينگار يې وکړ د تاوتريخوالي او فساد د له منځه وړلو يوازنۍ لاره داده چې رايه ورکوونکي په پراخ شمېر د رايو ورکولو مرکزونو ته لاړ شي.  

احدي وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون خلک هڅوي چې د ټاکنو د بهير ملاتړ وکړي. هرڅوک بايد په دې کار کې خپل رول ولوبوي."

محمد عارف انوري د بلخ پوهنتون د ژورناليزم محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists