د ځوانانو مناظره: ناحکومتي موسسې وايي د ټاکنو څارونکي په کندوز کې چمتو دي

د ځوانانو مناظره: ناحکومتي موسسې وايي د ټاکنو څارونکي په کندوز کې چمتو دي

په افغانستان کې د يلدا يوسفزۍ ليکنه

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت، کندوز کې د مدني ټولنو ډلو ډاډ ورکړی چې دا ولايت د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره چمتووالی لري.

د فبرورۍ په ٢٧ په کندوز کې د آی ډبليو پي آر په يوې رابلل شوې مناظرې کې د ناحکومتي موسسو استازو وويل، د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې به پوره څارونکي چمتو وي چې د دې سيمې د ټاکنو په مرکزونو کې د هر ډول درغليو رپوټونه ورکړي.

د ملي دموکراتيک واشنگټن مېشته انستيتوت ولايتي استازي، سيد هاشم مقتدر وويل، د هغه کارکوونکو د کندوز د ټولو اوو ولسواليو څه دباندې دوه زرو څارونکو ته روزنه ورکړې ده.

نوموړي يادونه وکړه، ولايتي او ولسشمريزو ټاکنو ته ولاړو نوماندانو د رايو د ورکولو د مرکزونو د څارلو په اړه د خپلو کمپاين کوونکو ډلو د روزلو غوښتنه کړې ده.

هغه وويل: "هر نوماند له ١٥ –٢٥٠ کارکوونکو سره موږ ته راغلی او موږ روزنه ورکړې. په کندوز کې ټاکنو ته ١٠٧ تنه نوماندان ولاړ دي او هر يو به د رايو ورکولو په مرکزونو کې خپل څارونکي ولري."

په مناظرې کې د کندوز پوهنتون شاوخوا اتيا تنو محصلانو گډون کړی وو. په ويناوالو کې د کندوز د ټاکنو د خپولاک کميسون وياندې، فرشتې جوينده، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون سيمه ييز وياند، سيد کريم تلاش او د هغه ولايت د ځوانانو د رياست استازي، عبدالغفار هوتک برخه اخيستې وه.

تلاش د مناظرې برخوالو ته وويل، د بشري حقونو کميسون د ټاکنو د بهير د پلټنې دنده لري، خو د ټاکنيزو څارونکو د گومارلو په بهير کې ترې سلا مشوره غوښتل شوې نه ده.  

هغه وويل: "موږ د گومارنې په بهير کې ښکېل نه وو، له دې امله نه پوهيږو چې ايا کارکوونکي د هغوی د وړتياوو له مخې گومارل شوي او که نه. موږ د هغې د نه شفافيت په اړوند کوم دليل نه لرو، خو پخلی يې هم نشو کولای."

د گډون کوونکو له ډلې څخه يوه محصل، محمد ضمير ناصر له ويناوالو وپوښتل، په ټاکنو کې د گډون لپاره د ځوانانو د هڅونې په موخه کوم کارونه سر ته رسېدلي دي.

جوينده وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون، د ځوانو مېرمنو په گډون، د خلکو د معلوماتو او پوهې د کچې د لوړولو لپاره يو شمېر پروگرامونه جوړ کړي.

هغې وويل: "موږ د نارينه گانو او ښځو لپاره پروگرامونه جوړ کړي، چې د کندوز د ټولو ولسواليو او کلو څخه رابلل شوي وو."هغې زياته کړه، د دې ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د ٨٠ –٩- سلنه کارکوونکو عمر له دېرشو کلونو څخه ټيټ دی.

يلدا يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists