د ځوانانو مناظره: مدني ټولنې د کندوز په ټاکنو کې ستر رول درلود

د ځوانانو مناظره: مدني ټولنې د کندوز په ټاکنو کې ستر رول درلود

په افغانستان کې د محمد عيسی آريا ليکنه

په کندوز ولايت کې د آی ډبليوپي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې وويل شول، چې د خلکو د معلوماتو د کچې د لوړولو کمپاينونه په ټاکنو کې د گڼ شمېر رايه ورکوونکو د گډون لامل شول. 

په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه پوهاوي يوه کارکوونکي، حميداله بلوچ وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون او همدارنگه په هېواد کې ناحکومتي موسسو ډېر زيار وايست چې خلکو ته د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي.

بلوچ وویل: "يوازې د ټاکنو خپلواک کميسون د روڼ اندو، مشرانو، ديني عالمانو او نورو ډلو په گډون ٢١ غونډې جوړې کړي او د ټاکنو په اړوند يې ورته معلومات ورکړي دي. د ټاکنو خپلواک کميسون، د مدني ټولنو موسسو او د رسنيو تر منځ ډېره ښه همکاري موجوده وه او د دموکراسۍ د بنسټيز کولو په موخه يې کار کړی دی. په راتلونکي کې به زيار وکاږو چې د جگړې او تاوتريخوالي فرهنگ له منځه يوسو او پر ځای يې د دموکراسۍ فرهنگ دود کړو."

د کندوز پوهنتون د اپرېل د ١٤ نېټې غونډې يو شمېر برخوالو وويل، د ټاکنو د ورځې ستونزو د هغې برياليتوب تر سيورې لاندې راوستی. 

د نوموړي پوهنتون يو محصل، عبدالقدوس د رايو د پاڼو د کمښت موضوع راپورته کړه، ويې ويل، د رايې ورکولو په يو شمېر مرکزونو کې خلک وتوانيدل، د گوتې رنگ، چې د هغوی د رايو ورکول يې ثابتول، پاک کړي.    

هغه ادعا وکړه، د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکو پخپله او همدارنگه ځايي زورواکانو د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه کړې ده.

بلوچ په ځواب کې وويل: "درغلي او تاوتريخوالی نه يوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ  په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې رامنځته کيږي."نوموړي زياته کړه، د رايې ورکولو د پاڼو کمښت ډېره جدي موضوع نه وه. هغه وويل: "غواړم ډاډ درکړم چې هيڅوک ستاسې له حقو څخه د ځانته په گټه کار نشي اخيستلای. دا تاسو ياستئ چې خپل برخليک ټاکئ." 

بلوچ زياته کړه، افغانانو او نړيوالو ټولو د ټاکنو څارنه کړې ده.

هغه زياته کړه: "د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي د ملي او نړيوالو څارونکو تر څار لاندې کار کوي. سربېره پر دې دڅارونکې کمرې هم نصب شوي. له دې امله تاسو ښايي ډاډمن اوسئ چې پاکې رايې به ناپاکو رايو څخه جلا شي."

د کندوز پوهنتون يوه محصل، سيداغا سديد وپوښتل، ايا په دې ولايت کې د درغلۍ کچه پراخه ده؟

بلوچ وويل، د کومې غټې پېښې رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو يادونه يې وکړه، يو جدي سرغړونه شته.

هغه وويل: "هغه مهال چې د رايو بکسونه له لغماني حاج آقتاش څخه کندوز [ښار] ته لېږدول کېدل، د سړک د غاړې يو بم وچاودېد او په پايله کې د ټاکنو دوه تنه کارکوونکي، دوه موټر چلوونکي او يو پوليس، شهيدان شول او د رايو پاڼې له منځه لاړې."

د پرويز هاشمي په نامه يوه محصل د رايې ورکولو په ورځ د درغلۍ په مخنيوي کې د مدني ټولنې د موسسو د رول په اړه پوښتنه وکړه.

په کندوز کې د مدني ټولنې د شبکې مشر، ويناوال عبدالله رسولي وويل، ناحکومتي موسسو د ټاکنو د څارلو له لارې د ولس او د ټاکنو د خپلواک کميسون تر منځ د پل په توگه دنده سرته ورسوله.

هغه وويل: "د مدني ټولنو موسسو وکړای شول د ټاکنې په ورځ د درغلۍ او تاوتريخوالي د ليدلو پر مهال د هغې مخه ونيسي. يوازې مدنې ټولنه ده چې خلکو ته د هغوی د حقونو د ساتنې او حفاظت ډاډ ورکولای شي."

محمد عيسی آريا د کندوز پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists