د ځوانانو مناظره: محصلان د ټاکنو په اړه د معلوماتو د چمتو کولو هرکلی کوي

د ځوانانو مناظره: محصلان د ټاکنو په اړه د معلوماتو د چمتو کولو هرکلی کوي

Monday, 17 February, 2014

په افغانستان کې د نثار احمد ليکنه

د افغانستان په سويل کندهار کې محصلانو د اپرېل د ټاکنو په اړه د يو لړ مناظرو د جوړولو هرکلی کړی دی.

د کندهار پوهنتون محصل، بصير احمد وويل، د آی ډبليو پي آر په ملاتړ وروستنۍ غونډه، چې د فبرورۍ په پنځمه جوړه شوې وه، "ډېره گټوره"وه. هغه په پام کې لري چې تر لاسه شوي معلومات له خپلو انډيوالانو او کورنۍ سره شريک کړي.

هغه وويل: "اوس زما په څېر زيات شمېر نور محصلان پوهيږي چې کمپاين څنگه سرته رسيږي. موږ په پام کې لرو دا پيغام خپلو کورنيو او ملگرو ته هم ورسوو. دا ډېره گټوره غونډه وه."

د نصير احمد په نامه يو بل محصل وويل: "ما [دمخه] د ټاکنو او د کمپاين د بهير په اړه زيات معلومات نه درلودل، خو په دې مناظرې کې له گډون وروسته اوس په ټول سيستم پوه شوم."

په کندهار پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا د دې رابلل شوې مناظرې ويناوال په کندهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د عامه چارو کارکوونکی، عبدالعزيز اکرمي، د کندهار د ځوانانو د چارو رئيس، نصير احمد اريا او د نوموړي پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، عبدالمجيد حاجي زوی وو.

ويناوالو پر يو لړ لارو چارو رڼا واچوله چې ولسمشرۍ او ولايت شوراگانو ته ولاړ نوماندان يې بايد پلې کړي. اکرمي يادونه وکړه، ولسمشرۍ ته ولاړ نوماندان کولای شي دوې مياشتې کمپاين وکړي، په داسې حال کې چې د ولايتي شوراگانو نوماندان يوازې د يوې مياشتې کمپاين حق لري.

د نوموړي پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي محصل، وحيدالرحمن د يو شمېر نوماندانو په اړه اندېښنه راپورته کړه چې د هغه په وينا له خطر څخه په ډکو سيمو کې کمپاينونه کوي او د خلکو ژوند له گواښ سره مخامخ کوي. 

حاجي زوی په ځواب کې وويل، نوماندان بايد د رايه ورکوونکو روغ رمټوالي په پام کې ونيسي. 

د روانو ټاکنو د اهميت د څرگندولو ترڅنگ، حاجي زوی محصلانو ته په ټينگار وويل، هغو رښتينو نوماندانو ته رايه ورکړي چې کولای شي خپلو کړې ژمنې په عمل کې پلې کړي.

نثاراحمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists