د ځوانانو مناظره: محصلانو ته وويل شول چې تر رايې ورکولو دمخه لومړی ښه فکر وکړي

د ځوانانو مناظره: محصلانو ته وويل شول چې تر رايې ورکولو دمخه لومړی ښه فکر وکړي

په افغانستان کې دمحمدخان ريحان ليکنه

پر محصلانو ټينگار وشو چې ولسمشريزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو تگلارو ته ښه فکر وکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې په ټولو کې د باوري نوماند ملا وتړي.

ويناوالو په پکتيا ولايت کې د آی ډبليو پي آر د يوې مناظرې گډون کوونکو ته وويل، ډېره مهمه ده چې رايه ورکوونکي د اپرېل په پنځمه ولسمشريزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو مخېنې ته په ځير وگوري او ويې څيړي چې ايا کوم يو يې د دندې لپاره مناسب او وړ شخصيت دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه پوهاوي د سيمه ييزې څانگې کارکوونکي، شېرعلي فيضي، په ټينگه وويل، افغانان دنده لري چې که په سوله باور لري، نو رايه دې ورکړي.

هغه له اتلس کلنۍ څخه پورته ټول وهڅول چې د رايو د ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او پخپل دې کار د څه دپاسه دېرشو کلونوجنگ جگړو ته د پای ټکی کيږدي.

فيضي محصلانو ته وويل: "هر هغه څوک چې له جگړې کرکه لري او سوله خوښوي، بايد په ټاکنو کې گډون وکړي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د مارچ په ٢٥ نېټه په پکتيا پوهنتون کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې يو انجنير او د پکتيا د ځوانانو د پيوستون د ټولنې مشر، احمدشاه احمدزي او همدارنگه د پکتيا د پوهنتون استادانو، شريف الله امين او نورجهان عاطفبرخه درلوده.

احمدزي گډون کوونکو ته وويل، "رايه ورکول زموږ حق دی. موږ بايد د هغه چا ملاتړ وکړو چې وړ او مناسب نوماند وي. هر رايه ورکوونکی بايد لومړی ښه فکر وکړي چې کوم يو [نوماند] کولای شي د افغانانو ژوند ښه کړي او هېواد سوکاله کړي. هغوی بايد قومي او سيمه ييز تړاوونه په پام کې ونه نيسي."

په نوموړي پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو محصل، سيد جمال وپوښتل، يو ښه نوماند بايد کومې وړتياوې ولري.

امين په ځواب کې وويل، د هېواد راتلونکی مشر بايد يو ژمن ملسمان وي او پر جنايتونو تورن نه وي. ولسمشرۍ ته ولاړ يو شمېر نوماندانو د ١٩٩٠ کلونو په پيل او منځ کې د افغانستان په کورنۍ جگړې کې برخه درلوده.

امين وويل: "يو نوماند بايد دين او د دې هېواد خلکو ته وفادار وي. هغه بايد پياوړې تگلاره او ښه پروگرامونه ولري."

عاطفد ولايتي شورا د نوماندانو له خوا د ورکړل شوو ژمنو د سرته رسولو د اهميت په اړه وينا وکړه چې له ولسمشريزو تاکنو سره په يوه ورځ سرته رسيږي. 

هغه پر محصلانو غږ وکړ، په هغو غوړو پلانونو ونه غوليږي، چې د بودجې د نشتوالي له امله سرته نشي رسېدای او يا يې مرکزي حکومت ملاتړ نه کوي.

هغه وويل: "د ولايتي شورا نوماندانو ژمنه کړې چې د سړکونو او پلونو د جوړولو پروژې به تر لاس لاندې ونيسي. دا کار د هغوی په وس کې نه دی. هغوی مازې دا کولای شي چې د داسې پروژو په اړه سلا مشورې ورکړي."

د حفيظ الله په نامه يو بل محصل وپوښتل، ايا د پکتيا ولايت د لرې پرتو کلو او بانډو اوسيدونکي له ټاکنو او د هغې له ارزښت څخه خبر دي؟

عاطفوويل، سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کميسون د خلکو د معلوماتو د کچې په لوړولو کې ډېر زيار ايستلی دی، خو د زياترو لرو پرتو کلو خلک زيات معلومات نه لري.

نوموړي زياته کړه: "خلکو ته د معلوماتو د چمتو کولو په هڅو کې تر ټولو لويه ننگونه د هېواد په يو شمېر سيمو کې پرتې امنيتې ستونزې دي."

محمد خان ريحان د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists