د ځوانانو مناظره: له ټاکنو څخه د خوست د رايه ورکوونکو نهيلي

د ځوانانو مناظره: له ټاکنو څخه د خوست د رايه ورکوونکو نهيلي

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت خوست د شيخ زاهد پوهنتون مشر استاد وايي چې ورستنۍ ټاکنۍ د خلکو له اټکل سره سمې راونه ختلې. 

امير بهير وويل، د هغه په اند د اپرېل د پنځمې نېټې په ولسشمريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې پراخه درغليو او په ټاکنو کې گډون ته د ښځو نه هڅولو زيات افغانان نهيلې کړل. 

نوموړي د اپرېل په دولسمه نېټه د محصلانو يوې غونډې ته وويل: "په ټولنه کې د يو دموکراتيک سيستم پياوړي کول او قانوني کول په ښو ټاکنو پورې تړلي دي. که چېرته درغلۍ سرته ورسيږي، د هغو افغانانو په حق کې لوی خيانت دی چې د رايې په ورکولو يې خپل مسؤوليت سرته ورساوه. د اپرېل په پنځمې نېټې ټاکنو کې افغانانو گډون وکړ، خو هيلې يې ترسره نشوې."

بهير، د آی ډبليو پي آر يوې مناظرې ته، چې گډون کوونکو ته يې د تاريخي ټاکنو د اغېزمنتوب په اړه د خپل غږ د اورولو په اړه بلنه ورکړل شوې وه، وينا کوله. د دوو مخکښو نوماندانو؛ اشرف غني احمدزي اوعبدالله عبدالله تر منځ د دويم پړاو ټاکنې به د جون د مياشتې په ١٤ نېټه سرته ورسيږي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون د سيمه ييز دفتر استازي، صاحب الدين ځدراڼ د بهير وينا رد کړه، ويې ويل، د هغه په اند ټاکنې بريالۍ وې.

هغه ادعا وکړه، د ټاکنو خپلواک کميسون خپله دنده په ښه ډول سرته رسولې، ويې ويل يو شمېر لوژستيکې ستونزې پر خپل مهال هوارې شوې او د درغليو کچه يې راټيټه کړه. هغه پر دې هم ټينگار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کميسون د دويم پړاو ټاکنو څارلو ته چمتو دی.

رحيم گل نايل خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists