د ځوانانو مناظره: عادلانه ټاکنې د ښې حکومتوالۍ په لور لومړی گام

د ځوانانو مناظره: عادلانه ټاکنې د ښې حکومتوالۍ په لور لومړی گام

په افغانستان کې د محمد خان ليکنه

په پکتيا ولايت کې د محصلانو په يوې غونډې کې وويل شول، د افغانستان جگړه ځپلی ولس داسې يوه نوي مشرتابه ته اړتيا لري چې امنيت تامين، ښه حکومتوالي رامنځته او زده کړې ته لاره  هواره کړي.

د آی ډبليو پي آر په ملاتړ د دسمبر په ٣١ په گردېز کې د پکتيا پوهنتون محصلانو په يوې غونډې کې د سيمه ييزو ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې مشر د ولسمشرۍ لپاره د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو پر اهميت رڼا واچوله.

نيازالله اصيل ځاځي وويل، د شفافيت ډاډمنول او د ټاکنيزو درغليو مخنيوی د داسې يوې ټولنې د مثبت بدلون لپاره لومړی گام دی چې څه دپاسه دېرشو کلونو جگړو ځپلې ده.      

که چېرته قانوني رايه ورکول تضمين شي، افغانان به رښتيا هم له وړ او مستحقو سياستوالو څخه د يوې جوړې شوې خپلواکې ادارې تمه ولرلای شي.

ځاځي وويل: "تر اوسه داسې هيلې شته چې د خلکو غوښتنې به پوره شي، رڼې ټاکنې به سرته ورسيږي او امنيت به ډاډمن شي."

د نوموړي ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، شېرعلي فيضي د غوڼدې برخوالو ته وويل، د ټاکنو په ورځ د امنيت د ډاډمنتوب لپاره هر راز هلې ځلې سرته رسېدلې دي. هغه باوري دی چې واک به په سوله ييز ډول نوي حکومت ته ولېږدول شي.

هغه وويل: "موږ راتلونکو ټاکنو ته پوره چمتووالی نيولی دی. امنيتي ادارو له موږ سره ښه همکاري کړې ده. زه د دې غونډې گډون کوونکو ته ډاډ ورکولای شم چې راتلونکې ټاکنې به په پوره شفافيت سرته ورسيږي."

د جاوېد نيازي په نامه يوه محصل له ويناوالو څخه تر ټاکنو وروسته د امنيتي وضعې د ارزونې په اړه پوښتنه وکړه.

ځاځي په ځواب کې وويل، ثبات په دې پورې تړلی چې څوک د حامد کرزي ځای نيسي، په داسې حال کې چې د پکتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، عبدالله اخندزاده وويل، د امنيت موضوع به په دې پورې تړلې وي چې ټاکنې د رايو د ناسمو کارونو تر سيورې لاندې راځي او که نه. 

محمد خان د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists