د ځوانانو مناظره: سولې ته د خلکو لېوالتيا د لمر په څېر روښانه ده

د ځوانانو مناظره: سولې ته د خلکو لېوالتيا د لمر په څېر روښانه ده

په افغانستان کې د عبادالله عمر ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو شمېر د نړيوالې ټولنې له تمې زيات و او د دې پخلی يې وکړ چې خلک دموکراتيک حکومت غواړي.

د غزني پوهنتون يو مشر استاد، جمعه خان همدرد وويل، تاريخي ټاکنې د داسې ولس په بدلون کې يوه مهمه پېښه وه چې له دېرشو کلونو څخه زياتې جگړې ځپلی دی.

د می د مياشتې په ١٢ د غزني ولايت شاوخوا سلو تنو محصلانو ته په وينا کې هغه وويل، د لومړي پړاو ټاکنو د افغانانو د دې ارادې پخلی وکړ چې هغوی سوله ييز او رغنده بدلون غواړي.   

همدرد وويل: "د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې د افغانستان لپاره يوه ستره تاريخي پېښه وه. موږ د داسې يو بهير شاهدان وو چې خلکو پکې د هېواد د سياست د بدلون غوښتنه کوله."

د مناظرې په ويناوالو کې د سنايي ورځپاڼې مسؤول چلوونکی، علي فکوري، د خاتم النبيين پوهنتون د حقوقو د پوهنځي رئيس، محمد جواد مهندسي او د هغه پوهنتون استاد، محمد رحيمي شامل وو. 

فکوري د ټاکنو په لومړي پړاو کې د امنيت موضوع راپورته کړه او افغان ځواکونه يې د ياغيانو له بريدونو څخه د رايه ورکوونکو د ساتنې له امله وستايل.

هغه وويل، د غزني ولايت د ١٩ ولسواليو ډېری يې تر دې کچې خوندي وې، چې ټاکنې پکې سرته ورسېدای شي. اته ولسوالۍ د حکومت له کنترول څخه بهر وې.

هغه وويل: "امنيتي ځواکونو وکړای شول د غزني په زياترو ولسواليو کې د رايه ورکوونکو امنيت وساتي. له رپوټونو جوته شوه ... چې خلکو وکړای شول په نورو زياتو سيمو کې گډون وکړي."

رحيمي د دې خبرو پخلی وکړ چې افغانان نور له روانې وضعې راضي نه دي. هغه د نورو ويناوالو په څېر ټينگار وکړ، چې رايه ورکوونکي له جگړې ستړي شوي او اوس دموکراسي او ازادي غواړي.  

همدرد زياته کړه: "د افغانستان خلک اوس ويښ او پياوړي دي. د دموکراسۍ غوښتنې ملي احساس پکې راژوندی شوی. په لومړي پړاو تاکنو کې زموږ پوليس او امنيتي ځواکونه د شپې او ورځې بيدار وو. د هغوی هڅو دا احساس په خلکو کې پياوړی کړ."

عبادالله عمر د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists