د ځوانانو مناظره: زامن له پلرونو سره يوځای رايې ورکوي

د ځوانانو مناظره: زامن له پلرونو سره يوځای رايې ورکوي

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

دآی ډبليو پي آرله خوا په جوړې شوې غونډې کې يو محصل وويل، ځوان افغان رايه ورکوونکي ښايي نوماندانو ته د رايې دورکولو پرمهال د خپلو پلرونو اودکلو د مشرانوپه لارښوونو پسې لاړ نشي.  

د دسمبر د مياشتې د اوولسمې نېټې په غونډې کې، چې په پکتيا ولايت کې جوړه شوې وه، محصلانو وويل دا به يوه نوې خبره وي چې په ټاکنو کې د مشرانو لاره ونه نيول شي.

د ادبياتو دپوهنځي يو محصل، گلاب جان وويل: "کله چې يوقومي مشر دکوم ټاکلي نوماند ملاتړ کوي، نو کشران هم بايد د نوموړي نوماند ملاتړ وکړي. که پلار مې له ما وغواړي چې ځانگړي نوماند ته رايه ورکړم، نو د هغه له خبرې وتلای نشم."

گلاب جان وويل، ددې پرځای: "ځوان رايه کوونکي بايد پرېښودل شي چې په خپله خوښه رايه ورکړي. که نه، نو نهيلي به پاتې شي."

دغونډي ويناوالو وويل، هلې ځلې دې گړندۍ شي چې په دې ولايت کې د رايې ورکولو مرکزونو ته د خلکو د ورتگ کچه لوړه شي.

د حاجي خواني په نامه يو قومي مشر د دې ډاډ ورکړ، سيمه ييز مشران دې ته ټينگ ژمن دي چې د ښځو او نارينه گانو په گډون ټول خلک د راتلونکي [٢٠١٤] کال په اپرېل کې د ولسشمرۍ او ولايتي شوارگانو په ټاکنو کې گډون وکړي.  

هغه وويل: "د کلو شوراگانو د رايو ورکولو لپاره د ودانيو او همدارنگه د لېږد وسايلو د چمتو کولو له لارې له حکومت سره مرسته کړې. موږ دا کار د دې لپاره کړی چې خلکو ته د خپلې خوښې نوماند د ټاکولو زمينه برابر کړو."

دافغانستان د ټاکنو دخپلواک کميسون ولايتي وياند، شېرعلي فيضي هم د يوې گډې ژمنې پراهميت ټينگار وکړ.

هغه وويل: "کله چې دټاکنو په بهير کې امنيتي ځواکونه، نوماندان او دخلکو شوراگانې په گډه د درغلۍ د مخنيوي لپاره راپاڅيږي، نوهيڅ درغلي نشي کېدای. گډه همکاري لازمي ده... که موږ يوځای شو او لاسونه سره ورکړو، نو کولای شو رڼې او شفافې ټاکنې ترسره کړو. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون نه وسلې لري او نه ټانکونه، چې په زور د درغلۍ مخه ونيسي."

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون يو محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists