د ځوانانو مناظره: رسنۍ په ټاکنو کې مهم رول لري

د ځوانانو مناظره: رسنۍ په ټاکنو کې مهم رول لري

Wednesday, 15 January, 2014

په افغانستان کې د محمد عادل ليکنه

په خوست ولايت کې ماهران وايي، رسنۍ په افغانستان کې د حکومت د رول په اړه د خلکو د پوهې د کچې د لوړلو لپاره ډېرې اړينې دي. 

د ژورناليزم يو تجربه لرونکي استاد، محمدخان نيازي وويل، ورځپاڼو، تلويزيون او رادېو ټولو خلکو ته د معلوماتو په چمتو کولو او د خبرو اترو په هڅولو کې ارزښمن رول لوبولی دی.

نيازي له پاکستان سره په گډه پوله پروت، د خوست ولايت د شيخ زاهد پوهنتون نژدې سلو تنو محصلانو ته د وينا پر مهال وويل، ژورنالستان د اپرېل په پنځمه په ولسمشريزو ټاکنو کې په زړه پورې دنده سرته رسولای شي. 

نيازي د دسمبر په نهمه د آی ډبليو پي آر په مرسته يوې جوړې شوې غونډې ته وويل: "رسنۍ کولای شي زيات شمېر خلکو ته په لنډ وخت کې معلومات چمتو کړي. [رسنۍ] کولای شي خلکو ته د حکومتي بهير په اړه معلومات وړاندې کړي. رسنۍ د خلکو د پوهې د کچې په لوړلو کې يوه مهمه وسيله ده." 

د غونډې يو شمېر گډون کوونکو له دې خبرې سره موافق نه وو او يو شمېر رسنۍ يې پر دې تورنې کړې چې متوازن تحليل يې نه دی کړی او کله ناکله يې په ټاکنو پورې د اړوندو موضوعگانو د خپرولو او نشرولو په وړاندې د پيسو غوښتنه کړې ده.

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کميسیون د خلکو د خبرتيا د څانګې مشر، صاحب الدين ځدران وويل، هغه باوری دی چې له رسنيو سره يې په برابره توگه همکاري کړې او هغوی يې په دې کې شرېکې کړې دي. 

هغه وويل: "موږ په تېرو مياشتو کې د رسنيو لپاره د خلکو د خبرتيا پروگرامونه جوړ کړي دي او ښه اغېز يې کړی دی."

د محمد الياس وحدت په نامه يوه ځايي ژورنالست ادعا وکړه چې يو د شمېر رسنيو په وړاندې د خپلواکۍ او بشپړتيا په اړه پوښتنې لا پرځای پاتې دي.

هغه د ټاکنو له خپلواک کميسیون څخه وغوښتل، که چېرته داسې رپوټونه ولېدل شول چې په لاسي او عمدي ډول د يوه ټاکلې نوماند په گټه چمتو کيږي، بايد په وړاندې يې مناسب گام پورته شي. هغه زياته کړه، ژورنالستان بايد د ملي گټو پر بنسټ کار وکړي.    

محمد عادل د خوست د شيخ زاهد پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists