د ځوانانو مناظره: رسنيو په ټاکنو کې د يو ښه څارونکي رول ولوباوه

د ځوانانو مناظره: رسنيو په ټاکنو کې د يو ښه څارونکي رول ولوباوه

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واوريدل شول، چې د افغانستان د رسنيو شبکه د هېواد د ورستيو ټاکنو په څارنه کې د ستاينې وړ دي.

په کابل کې مېشت د وخت خپلواک خبري اژانس رئيس، رحيم سمندر وويل، رسنۍ حق لري چې د ټاکنو په برياليتوب کې پخپلې ونډې اخيستلو ووياړي.

افغانانو د ځينو اټکلونو خلاف د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې د اپرېل د پنځمې نېټې ولمسشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې په پراخه ډول رايې ورکړې.

لومړنۍ پايلې ښيي چې د ولسمشر حامدکرزي د ځای د نيولو لپاره دوه پخوانی وزيران تر نورو دمخه دي. هغوی ښايي دويم پړاو ته لاړ شي، چې د بري لپاره تر پنځوس سلنو زياتې اړينې رايې ترلاسه کړي. د بهرنيو چارو وزارت پخواني وزير، عبدالله عبدالله ٤٤ سلنه رايې او د ماليې پخوانی وزير او د نړيوال بانک تکنوکرات ٣٣ سلنه رايې وړي دي.

سمندر په کابل کې د اپرېل د پنځلسمې نېټې غونډې پر مهال محصلانو ته وويل: "افغان رسنيو د ټاکنو په پوښښ کې لوی رول ولوباو. په پخوانيو ټاکنو کې نړيوالو ژورنالستانو تر ټولو زيات کار وکړ، خو اوس په ټول بهير او له ټاکنو وروسته فعاليت کې افغاني شبکې ښکېلې وې. دا پلا هغوی ډېر غوره پوښښ وکړ."

د آی ډبليو پي آر له خوا رابلل شوې مناظره په باختر پوهنتون کې د ٦٠ تنو ښځينه او نارينه محصلانو په گډون جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د کابل پوهنتون استاد، احمدضيا رفعت او د افغانستان د ټاکنو د رسنيو د کميسون مرستيال، حشمت دادفر گډون درلود.

د کاپل پوهنتون يوه محصل، وحيدالله پوښتنه وکړه، په ټاکنو کې د درغليو د کچې په ټيټولو کې افغان رستنيو کومه دنده سرته ورسوله.

رفعت په ځواب کې وويل، دا ژورنالستان وو چې د خپلې وړتيا له مخې يې ټاکنې وڅارلې او د درغلۍ د کچې په راټيټولو کې مرسته وکړه.

هغه وويل: "ټاکنيزو موسسې او د نوماندانو ملاتړي رسنيو ته د رسوايۍ د رسېدو له امله ډارېدل او دې کار د ممکنه درغلۍ د کچې له راټيټيدو سره مرسته وکړه."

محمد فيصل نويد د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists