د ځوانانو مناظره: رايه د سرو زرو په څېر ارزښت لري

د ځوانانو مناظره: رايه د سرو زرو په څېر ارزښت لري

په افغانستان کې د داد الله زړگي ليکنه

د مدني ټولنې يوه مشر د هلمند ولايت محصلانو ته وويل، د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکولو فرصت د سرو زرو په څېر اهميت لري. 

د هلمند د مدني ټولنو د انجمن مشر، سردارمحمد همدرد په لښکرگاه کې د آی ډبليو پي آې له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل، هره رايه هم رايه ورکوونکي او هم هېواد ته زيات ارزښت لري.

نوموړي د محصلانو غونډې ته په وينا کې په حاضرينو ټينگار وکړ چې د ټاکنو تر شا ودريږي او هڅه وکړي چې د رايې ورکولو مرکزونو ته زيات شمېر خلک ورشي. څومره چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د خلکو د گډون شمېره زياته وي، په هماغه کچه به د ټاکنو پايلې بريالۍ وي. 

هغه وويل: "ستاسو رايه تاسو او ستاسو هېواد ته د سرو زرو په څېر ارزښت لري. موږ ټول بايد په گډه د ټاکنو په بهير کې ونډه واخلو چې خپل راتلونکی وټاکو."

د نومبر د ٢٢ نېټې په غونډې کې يو گډون وال محصل، عتيق الله وويل، زيات شمېر هېوادوال يې د نوماندانو له څېرو څخه اندېښمن ديز هغوی پوښتنه وکړه چې ايا هر نوماند د دندې د نيولو لپاره د اړتيا وړ مناسبه پوهه لري. 

هغه اورېدونکو ته وويل: "موږ اندېښمن يو چې يوه پلا بيا به بې کفايته او بې سواده استازي ولايتي شوراگانو ته وټاکل شي. ايا په دې اړه کوم اصول شته؟"

د پوهنتون استاد، محمدقاسم عادل په ځواب کې د افغانستان د ټاکنو قانون ته گوته ونيوه، چې د لږ تر لږه د يوې زده کړې غوښتنه کوي.

هغه وويل: "ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ نوماندې بايد د يو پوهنځي فارغ وي، لږ تر لږه د ٤٠ کالو عمر او د افغانستان تابعيت ولري. ولايتي شوراگانو ته ولاړ نوماندان بايد د لېسو د ١٢ ټولگيو فارغ او لږ تر لږه پنځه ويشت کلن وي."

د مناظرې ويناوال، ارواپوه، عبدالمنان فردين محصلانو ته وويل، په هوښيارۍ رايه ورکړي او په دې اند وي چې دا کار د يو پياوړي او سوکاله افغانستان په لوري يو لوی گام وي. که رايه ازاده او عادلانه وي، نو افغانان به وکولای شي په يو کرار او امن افغانستان کې ژوند وکړي.

هغه وويل: "موږ ټول بايد په راتلونکو ټاکنو کې د قومي او منطقوي تړاوونو په پام کې له نيولو پرته يو وړ او لايق نوماند ته رايه ورکړو. دا زموږ د هېواد د ودانولو لپاره يو فرصت دی. که ټاکنې په مناسب او شفاف ډول سرته ورسيږي، نو د ثبات او امنيت په راوستلو کې به مرسته وکړي."

دادالله زړگی د هلمند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists