د ځوانانو مناظره: د ښځو زده کړه، امنيت او ټاکنې

د ځوانانو مناظره: د ښځو زده کړه، امنيت او ټاکنې

په افغانستان کې د محمدعارف انوري ليکنه

په مزارشريف ښار کې د آی ډبليو پي آر د مناظرې ويناوال په سياسي بهير کې د ښځو د پراخ گډون په وړاندې ستر خنډونه زده کړې ته بشپړ نه لاسرسی او ټولنيز تاوتريخوالی بولي.  

دبلخ د پوهنتون استادې، ماريا رهين [د مناظرې] څه دپاسه نوي گډون کوونکو ته وويل په ښوونځيو کې زده کړه او د ښځو د حقونو لپاره پرله پسې سمه او رغنده مبارزه د يوې پرمختللې ټولنې لپاره اړينه خبره ده.

رهين وويل، د ښځو د سياسي پوهې د لوړولو لپاره روانو هڅو گټه کړې ده. هغې پر مبارزه کوونکو غږ وکړ چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغانستان د رسنيو له پراخو شبکو څخه د خپل پيغام د رسولو لپاره کار واخلي.

هغې وويل: "ښځې بايد په رسنيو کې خپله مبارزه پر مخ يوسي او د دې کار لپاره بايد پيسې ولگول شي. تر يوې کچې موږ بايد په دې لاره کې له خپلو عقايدو هم کار واخلو."

سره له دې چې په افغانستان کې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت د راپرځولو راهيسې د ښځو حقونه يو څه ښه شوي دي؛ خو ښځينه سياستوالې او فعالې په زياتېدونکي ډول د گواښونو، ډارونو او بريدونو موخه گرځېدلې ده. تېرکال يو شمېر ښځينه کارکوونکي برمته شوي او زيات شمېر پېښې سرته رسېدلي چې خبر يې نه دی ورکړ شوی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون وايي د ٢٠١٣ کال له مارچ څخه تر سپتمبر پورې لاسته راغلې شمېرنې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي کې ٢٥ سلنه زياتوالی په گوته کوي.

په يو شمېر ولايتونو کې د ښځو د استوگنځايونو چلوونکې، ثريا پاکزاد وويل: "په افغانستان کې د ښځو وژل اسانه خبره ده. جزا يې په وړاندې نشته."

د عبدالباسط شريفي په نامه يو ځايي خبريال او د مناظرې ويناوال گډونکوونکو ته وويل، بې شمېره کلتوري ننگونې لا تر اوسه د افغان ښځو په وړاندې شته چې نشي کولای د برابر چال چلن ادعا وکړي.

هغه وويل، د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې يو شمېر خلک لا تر اوسه ښوونځيو ته د خپلو لوڼو لېږل کورنيو ته د شرم خبره بولي.

هغه وويل: "د بلخ، کندوز او بدخشان په ولايتونو کې د ښځو د لږ حضور تر شا لامل د زده کړې او پوهې نشتوالی دی."

محمد عارف انوري د بلخ پوهنتون د ژورناليزم محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists