د ځوانانو مناظره: د پکتيا ولايت په ټولټاکنو کې مدني ټولنو مرسته کړې

د ځوانانو مناظره: د پکتيا ولايت په ټولټاکنو کې مدني ټولنو مرسته کړې

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

په پکتيا ولايت کې ويناوالو د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د غونډې گډون کوونکو ته وويل، د ټولټاکنو په برياليتوب کې د مدني ټولنې ونډه د پام وړ وه.

د پکتيا ولايت د ځوانانو د ټولنې مشر، احمدشاه احمدزي د اپرېل د پنځمې نېټې د غونډې برخوالو ته وويل، چې د مدني ټولنې وده په ٢٠٠١ کال د طالبانو له سقوط راروسته ستره بريا گڼل کيږي.    

احمدزي د هغو لارو يادونه وکړه چې ناحکومتي موسسو پرې د ټاکنو ملاتړ کړې دی.

هغه وويل: "تاسو پوهيږئ چې د مدني ټولنې ډلو له خلکو سره د هغوی د معلوماتو د کچې لوړولو لپاره غونډې کړي، ډول ډول مناظرې يې جوړې کړي او د رسنيو له لارې يې خلک په ټاکنو کې د گډون کولو لپاره رابللي دي. همدارنگه ځوانانو دغه فعاليتونه د دموکراتيکو غورځنگونو او غونډو له لارې سرته رسولي دي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د سويل ختيځي حوزې د ښوونې او روزنې مشر، محمديوسف ملاتړ هم د ناحکومتي موسسو د رول ستاينه وکړه.

هغه وويل: "دموکراسي درې بسنټيز اصلونه لري. لومړی، د بيان ازادي، دويم، رسنۍ او درېم يو يې مدني ټولني دي. دموکراسي په افغانستان کې يو نوی شی دی. موږ ته په کار ده چې سترگې په لار واوسو چې هغه پړاو په پړاو بشپړتيا ته ورسيږي."

په ورته وخت کې ملاتړ پر يو شمېر مدني ټولنو تور پورې کړ چې د ځانگړو نوماندانو ننگه يې کړې. دا موضوع په مناظرې کې د نورو گډون کوونکو له خوا راپورته شوه.

د اوښتون د فرهنگي ټولنې غړي، احسان الله مهجور وويل، دا کار ممکن دی، خو هغه ډلې چې دا کار يې کړی، رښتينې مدنې ټولنه نه، بلکې يوه تجارتي موسسه وه.  

هغه وويل: "افغانستان په ژمنو کې ډوب يو هېواد دی."

په پکتيا کې د محصلانو د ټولنې غړي، بسم الله همدرد يادونه وکړه چې د هغه ادارې د رايو په اړوند، په تېره بيا په نالوستو ځاونانو کې د رايو د ورکولو په اړه کار کړی.

هغه وويل: "د افغانستان ټول تېرحکومتونه د زور له لارې چپه شوي. دا موږ ته د وياړ ځای دی، افغانستان داسې يو ځای ته رسېدلی چې مشر يې د ټاکنو له لارې بدليږي. افغانان د ډېرو ربړو او سختو له گاللو وروسته دې ټکي ته رسېدلي چې خپل مشر وټاکي او د راتلونکې لپاره کار وکړي."

ويناوالو په دې ژمنې خپلې خبرې پای ته ورسولې چې د ټاکنو تر وروستي اعلان پورې د رايو د شمارلو د کار څارنه وکړي او د ټاکنو له خپلواک کميسون او د شکايتونو د اورېدلو له کميسون څخه يې غوښتنه وکړه، چې د خلکو ارادې ته درناوی وکړي.

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists