د ځوانانو مناظره: د پکتيا مشران د رايو د ورکولو د مرکزونود امنيت په تامين کې مرسته کوي

د ځوانانو مناظره: د پکتيا مشران د رايو د ورکولو د مرکزونود امنيت په تامين کې مرسته کوي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د پکتيا ولايت مشرانو ژمنه کړې، چې د راتلونکې مياشتې د ټاکنو د نظم د ساتلو په موخه به له امنيتي پوځونو سره اوږه په اوږه کار وکړي. 

د افغانستان د دې سيمې د پښتنو د ستر قوم، منگلو استازي جنت خان منگل وويل، د ټولې سيمې قومي مشران له يو بل سره د ټيکاو له راوستلو او په تاريخي ټاکنو کې د خلکو د هڅونې او تشويق لپاره په خپلو منځونو کې منظمې اړيکې لري.

منگل د مارچ د مياشتې په دولسمه په پکتيا پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر په مناظرې کې گډون کوونکو سلو تن محصلانو ته په وينا کې وويل: "موږ له قومي مشرانو سره منظمې غونډې لرو او ورته ويلي مو دي چې د ټاکنو په ورځ له امنيتي پوځونو سره اوږه په اوږه ودريږي. هغوی به د امنيت تامين ډاډمن کړي او خلک به پرېږدي چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي."

د مناظرې بل ويناوال د پکتيا ولايت د زرمت پخواني ولسوال، عبدالرحمن سوله مل وويل، هغه د کليو د مشرانو د ملاتړ هرکلی کوي او په مخکينو ټاکنو کې يې د هغوی پر رول رڼا واچوله. هغه يادونه وکړه امنيت د رايه ورکوونکو لويه اندېښنه ده. د تاوتريخوالي گواښونه واقعيت لري.

نوموړي وويل: "که چېرته امنيت تضمين شي، نو ټاکنې سرته رسېدای شي. خو خلک ډاريږي چې که رايه ورکړي،  گوتې به يې پرې شي، له دې امله به رايې ورکولو ته زړه ښه نه کړي."

درېم ويناوال په پکتيا ولايت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياند، سيد حبيب الله عابد ومنله چې د قومونو د مشرانو او امنيتي پوځونو تر منځ پراخې همکارۍ ته ډېره اړتيا شته دی.

هغه وويل: "موږ ښايي داسې دود رامنځته کړو چې افغانان تر راتلونکو نسلونو پورې ټاکنو ته غاړه کيږدي. کله چې دا [موخه] ترلاسه شوه، نو ولس به مو وده وکړي."

د [مناظرې] د گډون کوونکو له ډلې څخه تاج علي مناظرې ته وويل، د هغه په اند د کليو مشران ښايي ځوان رايه ورکوونکي وهڅوي چې د اپرېل په پنځمه يو ټاکلي نوماند ته رايه ورکړي.

هغه وويل: "مشران ډېره تجربه لري. هغوی کولای شي د ښو او بدو نوماندانو تر منځ توپير وکړي."

د آی ډبليو پي آر په مخکنۍ مناظره کې زياترو گډون کوونکو اندېښنه څرگنده کړې وه، د کليو مشران به د خپل نفوذ له لارې پر رايه ورکوونکو فشار راوړي چې يو ټاکلي نوماند ته رايه ورکړي.

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists