د ځوانانو مناظره: د پکتيا محصلانو د رايې ورکولو پرېکړه وکړه

د ځوانانو مناظره: د پکتيا محصلانو د رايې ورکولو پرېکړه وکړه

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د پکتيا ولايت ځوان رايه ورکوونکي وايي پرېکړه يې کړې چې د راتلونکي کال د اپرېل د مياشتې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټولټاکنو کې به خپلې رايې کاروي. 

دا ژمنه په هغه يوې غونډې کې ونيول شوه چې د دسمبر په يوولسمه د پکتيا ولايت په پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر د غونډو په لړۍ کې جوړه شوې وه او موخه يې د رايې ورکولو په بهير کې د ځوان پوړکي د شمېر د زياتوالي اهميت و. 

د انجنيرۍ محصل نذيراحمد وويل، د هغه په څېر نوي ځوانان د دې هيله لري چې رڼې ټاکنې به د درېو لسيزو جگړو ته د پای ټکی کيږدي.

احمد وويل: "څنگه چې دا ټاکنې د افغانستان راتلونکې ټاکي، موږ به د دې کار لپاره مټې راونغاړو او هر راز ستونزې به وزغمو. موږ تل د خپل هېواد لپاره سرونه ښندلي دي. ځوانان بايد د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کميسون او امنيتي پوځونو سره مرسته وکړي، ترڅو د رايه ورکوونکو رايې او ژوند خوندي واوسي."

دپکتیا ولایت د ټاکنو د خپلواک کميسون دعامه پوهاوي مسوول، شېرعلي فيضي وويل، که د دې ډاډ ترلاسه شي چې ځوانان د راتلونکې کال د اپريل د مياشتې په ټاکنو کې رايه ورکړي، نو دا به تر بل هر کار خورا ارزښت ولري. فيضي وويل، اوولس مليونو افغانانو د رايې ورکولو لپاره خپل نومونه ليکلي دي، چې اته مليونه يې له دېرشو کلونو څخه کښته عمرونه لري. 

هغه وويل: "که خدای مه که، ځوانان په ټاکنو کې ونډه وانخلي، نو پايله به ډېره کمزورې وي او د [ټاکنو د] بهير روڼوالی به تر سيورې لاندې راولي. موږ رڼو ټاکنو ته ژمن يو [او غواړو] ځوانان، مدني ټولنه او سياسي گوندونه [په دې بهير کې] راسره مرسته وکړي."

فيضي وويل، افغانستان د دې ټاکنو د سرته رسولو لپاره د نړيوالې ټولنې مالي مرستو ته اړ دی. "هغوی موږ ته د ټاکنو په بهير کې د نه لاسوهنې ډاډ راکړی. نړيواله ټولنه به د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون ته يوازې سلا مشورې ورکوي او تخنيکي مرستې به ورته چمتو کوي."  

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists