د ځوانانو مناظره: د ټاکنيزو درغليو مخنيوی

د ځوانانو مناظره: د ټاکنيزو درغليو مخنيوی

Thursday, 12 December, 2013

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

دافغانستان په ختيځ، خوست ولايت کې چارواکو رايه ورکوونکو ته ډاډ ورکړی چې حکومتي کارکوونکو ته به د اپرېل د مياشتې په ټاکنو د لاسوهنو اجازه ورنه کړل شي. 

د خوست دوالي وياند، مبارز محمد ځدراڼ وويل، د رايې ورکولو په بهير کې د انحصار د مخنيوي په موخه کوټلي امنيتي گامونه اخيستل شوي او ډاډ ورکوو چې ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټاکنې به آزادې او عادلانه وي.

ځدراڼ دې اندېښنو ته په هغه غونډه کې غبرگون وښود چې د خوست په شيخ زاهد پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا د دسمبر د مياشتې پر اوومه رابلل شوې وه. هغوی په خوست کې د تاوتريخوالي او د مفسدو چارواکو د رښتيني خطر يادونه وکړه چې کېدای شي په خپله گټه د رايو دکارولو هڅه وکړي.  

د ٢٠٠٩ کال ولسمشريزې ټاکنې د پراخه درغليو د اوازو له امله خړې پړې شوې وې.

ځدراڼ په ټينگار وويل چې له پاکستان سره پر پوله پروت ولايت، خوست اوس کرار دی. هغه وويل، اوس آن لوړپوړي چارواکي کولای شي د ځمکې له لارې لرو پرتو ولسواليو، کلو او بانډو ته لاړ شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه چارواکي، صاحب الدين ځدراڼ وويل، دا ولايت اوس د ټاکنو لپاره ښه چمتووالی لري. تر دې دمه يوازې يو څو ستونزې رامنځته شوي دي. چارواکي ډاډمن دي چې کولای شي د درغليو مخه ونيسي.

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists