د ځوانانو مناظره: د ټاکنو کميسون "بشپړ چمتو والی" لري

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو کميسون "بشپړ چمتو والی" لري

په افغانستان کې د يلدا يوسفزۍ ليکنه

د افغانستان د شمال ختيځ ولايت، کندوز ټاکنيزو چارواکو رايه کوونکو ته بيا بيا ډاډ ورکړی چې د ټاکنو خپلواک کميسون د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو ته پوره چمتووالی لري. 

د هغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون يو وياند، حميدالله بلوچ وويل، رايپاڼې رارسېدلي، د رايې ورکولو د مرکزونو په شمېر کې زياتوالی راغلی او د ټاکنو کارکوونکي د ولايت په ټولو برخو کې په هڅو بوخت دي چې د جون په ١٤ نېټې ټاکنو کې خلک پراخ گډون ته وهڅوي.

د آی ډبليو پي آر له خوا په کندوز کې د رابلل شوې مناظرې برخوالو ته په وينا کې هغه وويل، د اپرېل د لومړي پړاو له ټاکنو څخه ډېره پوهه ترلاسه شوې او له امله به يې د دويم پړاو ټاکنې په ډېر ښه ډول سر ته ورسيږي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون شاوخوا ٢٥٠٠ تنه کارکوونکي او نژدې د رايې ورکولو د سلو مرکزونو اداره چيان تر روزنې لاندې دي او د ٤٣٠٠ تنو کارکوونکو روزنه بشپړه شوې ده. 

بلوچ وويل: "دمخه په کندوز ښار کې د رايې ورکولو  ٧١٧ مرکزونه موجود وو، اوس ٨٢٨ ته لوړ شوي دي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د می د مياشتې په ٢٩ نېټه په کندوز پوهنتون کې جوړه شوې وه. پر بلوچ سربېره په ويناوالو کې د کندوز ولايت د امنيې د قوماندانۍ وياند، سيد سرور حسيني او د پوهنتون استاد، محمد نعيم رحيم گډون درلود.

حسيني وويل، ياغي ډلې نشي کولای د ټاکنو بهير ته کوم گواښ پېښ کړي. د تاوتريخوالي په اړه د طالبانو گواښونه د دې ښکاروندويي کوي چې هغوی د بريدونو وس نه لري.

د حقوقو د پوهنځي محصل، محمد يونس توحيديار وويل، دا خبره ناسمه ده او چارواکي د کندوز ولايت د امنيت په اړه مبالغه کوي.

هغه له حسيني څخه وپوښتل، رايه ورکوونکو ته څه تضمين ورکولای شي.

هغه وپوښتل: "څه تضمين ورکولای شئ چې طالبان ونه کړای شي د دويم پړاو ټاکنې گډې وډې کړي؟ امنيتي چارواکي د خوشبينۍ ويناوې کوي، خو کندوز په دې وروستيو کې کاواکه دی. تاوتريخوالي د ځوانانو ذهني روغتيا زيانمنه کړې ده."

حسيني ځواب ورکړ او د دې پخلی يې وکړ چې د می د مياشتې له پنځمې نېټې راهيسې د دې ولايت پر پوليسو پنځو بريدونه شوي دي. هغه ټينگار وکړ، دا دې معنا نه لري چې سيمه خوندي نه ده او ويې ويل چې په بريد کې ښکېل څو تنه نيول شوي. 

هغه وويل: "د دې دوو بريدونو ښکېل افراد نيول شوي او پر خپل جرم يې اعتراف کړی."

د حبيب الله په نامه يوه بل محصل له بلوچ څخه وپوښتل، ايا د ټاکنو خپلواک کميسون به په دويم پړاو کې هغه کارکوونکي کار ته پريږدي چې په لومړي پړاو کې پرې د درغليو شک شوی و. بلوچ د غونډې برخوالو ته وويل، هر هغه کارکوونکی، چې پر سرغړونو تورن شوی دي، له دويم پړاو ټاکنو دمخه به له کاره گوښه شي. 

يلدا يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists