د ځوانانو مناظره: د ټاکنو کميسون بايد د رايه ورکوونکو نظر په پام کې ونيسي

په افغانستان کې عنايت الله عمري ليکنه

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو کميسون بايد د رايه ورکوونکو نظر په پام کې ونيسي

په افغانستان کې عنايت الله عمري ليکنه

 د کابل ولايت د فرزې ولسوالۍ د ملکانو او ولسي مشرانو او سيمه ييز حکومتي چارواکو د ټاکنو پر خپلواک کميسون يو لړ نيوکې وکړې.

د می د مياشتې په ٢٩ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د وينا پرمهال ولسي مشرانو د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د لومړي پړاو پر ټاکنو کې د هغوی په اند د موجودو زياتو نيمگړتياوو له امله وغندل.

گډون کوونکو پر دريو هغو برخو رڼا واچوله چې د هغوی په وينا د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو کې د رايه ورکوونکو د نهيلۍ لامل شوې. لومړی، هغوی ادعا وکړه چې د نارينه گانو او ښځو د رايې ورکولو مرکزونه يو بل ته ډېر نژدې پراته وو.

نوموړې موضوع په داسې يوه هېواد کې پاروونکی کار دی چې ښځې او نارينه گان په ندرت يوځای وي. دويم، هغوی وويل، ټاکنيز مرکزونه په ازاد ميدان کې په خيمو کې جوړ شوي وو؛ باران او واورې ته پرانيستي و. درېم، يو شمېر [مرکزونه] د خلکو د کلو او استوگنو له ځايونو څخه ډېر لرې پراته وو او رسېدل ورته گران و.

په غونډې کې له اتيا تنو زياتو گډون کوونکو محصلانو ته د وينا پر مهال د فرزې د خلکو د شورا مشر، دادگل فقير زاده وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون په لومړي پړاو کې له موږ سره هيڅ سلا مشوره او همکاري نه ده کړې. کميسون ټول کارونه په خپل زړه سرته رسولي دي. موږ د فرزې خلک ډېرې نظريې لرو؛ موږ د رايې ورکولو د ډېر شمېر مرکزونو د جوړولو او د فرزې له خلکو څخه څارونکو د گومارلو وړانديز وکړ، خو کميسون يو هم ونه مانه."

د فرزې په ولسوالۍ کې يو لوړپوړي کارکوونکي، گل احمد فقيريار د فقيرزاده له وينا سره موافق و او ټيگار يې وکړ چې د ټاکنو کميسون له سيمه ييزو چارواکو سره مشوره نه ده کړې. هغه پر کميسون غږ وکړ چې دا اشتباه په دويم پړاو ټاکنو کې، چې د جون په ١٤ نېټه سرته رسيږي، تکرار نه کړي.

هغه وويل: "د لرې واټن د رايې مرکزونه او په ازاده هوا کې د هغوی جوړول هغه ستونزې وې چې موږ وليدې." نوموړي له بېلگې ورکولو پرته زياته کړه، "د رايه ورکوونکو په وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسون د کارکوونکو ناسم چلن" هم د يادولو وړ ټکی دی.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو پوهنو استاد، زلمي هوتک د خپلې وينا پر مهال پر محصلانو ټينگار وکړ چې افغانستان لا تر اوسه له دموکراتيک بهير سره سم اشنا نه دی، له دې امله ټاکنې له لوژستيکې ستونزو سره مخامخ کيږي.

نوموړي هم د ټاکنو د خپلواک کميسون پر کارکوونکو غږ وکړ، چې د خلکو د نظر درناوی وکړي او ټاکنو ته شا وانه اړوي. هغه وويل: "د ټاکنو د لومړي پړاو نيمگړتياوې موږ ته يو درس و. هغه بايد بيا تکرار نشي."

د ټاکنو د خپلواک کميسون کوم وياند ونشو کړای چې غونډې ته راشي.

عنايت الله عمري  د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists