د ځوانانو مناظره: د ټاکنو په اړه خوشبيني

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو په اړه خوشبيني

په افغانستان کې د مژدې ژرف يوسفزۍ ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې غونډې کې د کندوز ولايت کې د مدني ټولنې د يوه فعال د وينا له مخې، خلک په عمومي توگه راتلونکو ټاکنو ته خوشبين دي.

د کندوز پوهنتون محصلانو ته د دسمبر د مياشتې د پنځمې نېټې په غونډې کې د مجمې مدافع ټولنې مشر، محمد رحيم نعيمي وويل، هغه باوري دی، جگړې ځپلې ټولنه پر دې پوهېدلې چې د اپرېل د مياشتې ټاکنې څومره د يوې سوکاله راتلونکې د جوړولو لپاره مهمې دي. 

هغه وويل: "موږ [د ټاکنو په اړه] خوشبين يو، ځکه د افغانستان خلکو د تېرو دولسو کلونو څخه ډېرې تجربې زده کړي دي. زما په اند زموږ په ټاکنو کې ډېره ستره ننگونه امنيتي ستونزې دي. کېدای شي دا ځل ښې ټاکنې ولرو."

رحيمي د غونډې برخوالو ته وويل، مدني ټولنې بايد د ټاکنو په برياليتوب کې خپل رغنده رول ولوبوي. هغه پر [نوموړو] سازمانونو غږ وکړ چې د ټاکنو له خپلواک کميسون سره اوږه په اوږه کار وکړي، د رايو د ورکولو د بهير څارنه وکړي او د درغلۍ مخه ونيسي.

هغه وويل: "تر هغه چې د مدني ټولنو ټولې برخې په ټاکنو کې گډون ونه کړي، نو د هغوی قانونيت به تر پښو لاندې شي. که لږ شمېر خلک په ټاکنو کې برخه واخلي، نو نشو ويلای هغه دموکراتيکې وې."

"د مدني ټولنو سازمانونه بايد خپله دنده سرته ورسوي او د دولت له نورو قوو، لکه: قانون جوړونې، اجرايه او محکمو سره اوږه په اوږه کار وکړي. هغوی بايد خپل ټول زور او قوت په کار واچوي چې ټاکنو ته پراخ قانونيت ورکړي."

پر رحيمي سرېره د کندوز د غونډې په ويناوالو کې ديني عالم، مولوي اشرف توحيد يار، د کندز د ټاکنو د خپلواک کميسون مرستيال، حميدالله بلوچ او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياند، غلام حسين قربان گډون کړی وو. 

مژده ژرف يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists