د ځوانانو مناظره: د ټاکنو پر کميسون لږ باور

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو پر کميسون لږ باور

 

په افغانستان کې د مژدې ژرف يوسفزۍ ليکنه

د کندوز ولايت له لسو رايه ورکوونکو څخه نهه هغه، نه پر حکومت او نه د ټاکنو پر خپلواک کميسون باور لري. دا خبره په کندوز کې د آی ډبليو پي آر په يوې غونډې کې په ډاگه شوه.

پورته غونډه د دسمبر په ٢١ په کندوز پوهنتون کې جوړه شوې وه او له سلو څخه زياتو محصلانو پکې گډون کړی وو.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (FEFA)وياند، ذبيح الله شېرزاد وويل، له يوې وروستۍ سروې څرگنده شوې چې زيات شمېر خلک د اپرېل د پنځمې نېټې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو پر تنظيموونکو کارکوونکو باور نه لري.

په سروې کې کمزوری امنيت او د رايې ورکوونکو د مرکزونو کمښت د نورو مهمو موضوعگانو په لړ کې په نښه شوی و. د فساد او درغلۍ په اړه هم لويه اندېښنه ښودل شوې وه. گڼ شمېر پوښتنه شوو خلکو باور درلود چې ښايي د هغوی رايې په پايلې کوم د پام وړ اغېز ونه کړي.  

شېرزاد وويل: "موږ څه موده دمخه په کندوز ولايت کې يوه سروې ترسره کړه. نوي سلنه پوښتنه شوي خلک له حکومت او د ټاکنو له کميسون څخه ناخوښ وو."

د ټاکنو د خپلواک کميسون د روزنې او ظرفيت لوړولو مشرې، پلوشې فضلي محصلانو ته وويل، هغه دا مني چې نشي کيدای په بشپړ ډول په ټاکنو کې د درغلۍ خبره له منځه وباسو، ځکه د کندوز ولايت يو شمېر ولسوالۍ د ياغي ډلو په لاس کې دي.  

هغې حاضرينو ته وويل، دا مني چې د امنيت د ښه کولو او د فساد د کچې د راټيټولو په موخه يو شمېر هڅې سرته رسېدلي دي. د ټاکنو کميسون تر خپل وس زيار کاږي چې  په ټاکنو کې د ډېرې وړې پېښې مخه هم ونيسي.   

هغې محصلانو ته وويل: "لومړی، امنيت تر ټولو مهم دی. بايد امنيت ډاډمن شي. کميسون په دې اړه ډېر جدي دی."

هغې وويل، د بېلگې په توگه: "هغه خلک چې نوم ثبتوي او د رايې ورکولو کارتونه اخلي، بايد خپله پېژندپاڼه ولري. که چا سره پېژندپاڼه نه وي، نور ديارلس لاسوندي شته، چې بايد وړاندې شي، لکه: د زده کړې کارت يا نکاحنامه او نور."

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا)، چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د ودې لپاره کار کوي، اعلان وکړ، د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو د څارلو په موخه به لس زره څارونکي پر کار وگوماري. نوموړي بنسټ وويل، د دې کار لپاره يې د کاناډا، ډنمارک، جرمني او برتانيې له سفارتونو څخه درې مليونه اته سوه زر ډالره ترلاسه کړي دي. 

مژده ژرف يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists