د ځوانانو مناظره: د ټاکنو د شکايتونو کميسون تنظيميږي

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو د شکايتونو کميسون تنظيميږي

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې وويل شول، د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون کار د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پر قانونيت د خلکو د باور د پيدا کولو لپاره خورا اړين دی.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رئيس، نعيم ايوبزاده، چې د رايو ورکولو د مرکزونو د څارنې ډله ده، وويل، د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د درغليو په مخنيوي او په ازادو ټاکنو کې د مرستې لپاره ډېر ارزښمن رول لوبولای شي.   

ايوبزاده د کابل پوهنتون محصلان ته، چې د مارچ د شپږمې نېټې غونډې ته راغلي وو، وويل: "د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون د ټاکنو په شفافيت کې په زړه پورې رول لوبولای شي. هغه د درغلۍ په مخنيوي او د راتلونکي حکومت د مشروعيت په پياوړتيا کې مرسته کولای شي. دا [کميسون] د باور په رامنځته کولو ډېر ښه اکتور دی."

ايوبزاده د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون د بورډ د غړو په ټاکلو کې د وروستي بدلون هرکلی وکړ. دمخه دا غړي د ولسمشر کرزي له خوا ټاکل کېدل، اوس د حکومتي لوړپوړو چارواکو د يوې کمېټې له خوا غوره کيږي.  

د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون، د ټاکنو د خپلواک کميسون ملگرې اداره ده چې په راتلونکې مياشت کې به د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو څارنه کوي. د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون په ٢٠٠٩ کال کې رامنځته شوی دی. دنده يې نيوکو او شکايتونو ته رسېدل دي، چې زياتره د رايې ورکولو د درغلۍ او يا د ټاکنو کارکوونکو ته له گواښ او ډارولو سره تړاو لري.  

کميسون د جريمې لگولو او يا د رايو د درغليو د ادعاگانو په صورت کې د سپيناوي لپاره د رايو د بيا شمېرلو واک لري. 

همدارنگه دا کميسون د نوماندانو د مشروعيت په اړه رامنځته شوي شکايتونه څېړي او کولای شي کوم نوماند د اړوندې دندې لپاره لپاره د قانوني معيارونو د نه پوره کولو په صورت کې له ليکې وباسي. 

د کابل پوهنتون يو محصل، امين ارمان د آی ډبليو پي آر [د مناظرې] ويناوالو ته وويل، هغه تر اوسه د شکايتونو د کميسون د يو شمېر سيمه ييزو دفترونو د نه پرانيستل کېدو له امله اندېښنه لري، چې د درغلۍ په اړه د ځايي خلکو د رپوټ ورکولو مخه نيسي. 

ايوبزاده وويل، د هغه موسسې په دې اړه لا دمخه خپله اندېښنه په کابل کې د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون مرکزي دفتر ته وړاندې کړې او په ځواب کې ورته ويل شوې چې ډېر ژر به ولايتي دفترونه پرانيستل شي او پر فعاليت به پيل وکړي.

هغه وويل: "د څارونکې ادارې په توگه، موږ د ټاکنو د شکايتونو له خپلواک کميسون سره د شونتيا تر کچې پورې د هغوی د دفترونو د ډېر ژر پرانيستل کېدو په اړه خبرې کړې دي."

د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون يو وياند آی ډبليو پي آر ته د دې خبرې پخلی وکړ چې ټول سيمه ييزو دفترونه اوس پرانيستل شوي دي.

محمد فيصل نويد د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists