د ځوانانو مناظره: د ټاکنو د شکايتونو سيستم "لا تر اوسه ځوان" دی.

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو د شکايتونو سيستم "لا تر اوسه ځوان" دی.

په افغانستان کې د محمد عارف انوري ليکنه

په افغانستان کې د ټاکنو د سيستم رامنځته کول وخت غواړي. رايه ورکوونکو ته په کار ده چې له زغم څخه کار واخلي. دا خبره د پوهنتون يوه استاد په مزارشريف کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې محصلانو ته وکړه.

سيد مصطفی حبيبي وويل، د ټاکنو د شکايتونو د کميسون اداره لا تر اوسه بې تجربې ده او د اپرېل د پنځمې نېټې په ولسمشريزو او ولايتي ټولټاکنو کې به له ستونزو سره لاس گرېوان شي.

حبيبي وويل، په افغانستان د ټاکنو سرته رسول د "ماشوم لويولو"ته پاتې کيږي. هره نوې رامنځته شوې دموکراسي خامخا محتاطانه چال چلن ته اړتيا لري. هغه وويل، د ښه او حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کېدو په موخه په زړه پورې پرمختگ روان دي.

هغه محصلانو ته وويل: "ټاکنې افغانانو ته يوه نوې پديده ده. هغه د يو ماشوم په څېر نوی او تنکی دی. د يو دموکراتيک سيستم وده او پراختيا وخت ته اړتيا لري. موږ بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

نوموړي زياته کړه: "موږ بايد په افغاني ټولنه کې گډ ټکی پيدا کړو، ځکه له يوې خوا دين او مذهب لرو او له بلې خوا د خپل ټولنيزې سوکالۍ او پرمختگ لپاره له شته فرصتونو او تکنالوژۍ څخه کار اخلو. ستونزې په مخکې پرتې دي، خو دا د کومې حيرانتيا خبره نه ده."

په ٢٠٠٩ کال کې د ټاکنو د شکايتونو رامنځته شوی کميسیون به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د راتلونکو ټاکنو په اړه ادعا شوې درغلۍ څيړي او پرېکړه به کوي. نوموړی کميسون د بډو، د رايو سمبالولو، د درغلۍ د ثبتولو او د ټاکنو د کارکوونکو په وړاندې گواښونو او سرغړونو ته د ځواب ويلو او څېړلو ټول مسؤوليت پرغاړه لري. دا کميسون کولای شي جريمه ولگوي، د رايو د بيا شمېرلو لارښوونه وکړي او د نوماندانو د قانوني والي په اړه اندېښنې لرې کړي.

د ټاکنو د شکايتونو د کميسیون وياند، عبدالوکيل هوتک وويل، د دې کميسون له نسبي بې تجربې والي سره سره بايد څوک د هغې پر صداقت او خپلواکۍ شک ونه کړي. هغه وويل، که وموندل شوه چې د کميسون کوم کارکوونکی د کميسون اصول او مقررات تر پښو لاندې کړي، نو څارنوالۍ ته به معرفي شي.

هغه وويل: "لويه څارنوالي کولای شي د کميسیون اجراات او کړنې وڅاري. که کومه سرغړونه وليدل شي، نو بايد څېړنه يې وکړي."

په مزارشريف کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (FEFA) وياندې، رقيې محمدي هم د مناظرې گډون کوونکو محصلانو ته وينا واوروله.

هغې وويل، د هغې ادارې په وروستيو مياشتو کې ښه برياليتوبونه لاسته راوړي دي؛ د ولايتي شوراگانو ښځينه نوماندو ته يې سيمنارونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي.

محمدي وويل: فيفا به د دې ډاډ ترلاسه کړي، چې: "د خلکو د گډون او ښې حکومتوالۍ له لارې دموکراتيک بهير په شفاف ډول کارېدلی."

محمد عارف انوري د بلخ پوهنتون د ژورناليزم محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists