د ځوانانو مناظره: د ټاکنو د دويم پړاو په اړه اندېښنې

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو د دويم پړاو په اړه اندېښنې

په افغانستان کې دعنايت الله عمري ليکنه

د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ ژورنالستانو او د کلو مشرانو وويل، ښايي د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو په ټاکنو کې لږ شمېر رايه ورکوونکي برخه واخلي.

د ولسوالۍ د شورا مرستيال، الحاج محمد خان عربزاده وويل، يو شمېر تخنيکي ستونزې، چې د لومړي پړاو برياليتوب يې تر اغېز لاندې راوست، ښايي په دويم ځل د خلکو د رايې ورکولو مخه ونيسي.

د می د مياشتې په اتمه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې عربزاده ادعا وکړه، د رايو ورکولو په مرکزونو کې د رايې د ورکولو د پاڼو کمښت او د درغليو په اړه زياتې ادعاگانې کولای شي په دې بهير کې د خلکو د باور کچه راټيټه کړي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي او ډاډ تر لاسه کړي د دويم پړاو تاکنې، چې رسما د جون د مياشتې په ١٤ ترسره کيږي، له ستونزو خالي وي.

عربزاده وويل: "د رايو غلا کول، د رايو د ورکولو په يو شمېر مرکزونو کې د رايې د ورکولو د پاڼو کمښت او د پردې ترشا رسمي چل ول ټول د بهير د نهيلۍ لامل شوی دی. فکر نه کوم چې خلک دې په دويم پړاو کې د لومړي پړاو په څېر په مينه او لېوالتيا گډون وکړي. هيله ده د لومړي پړاو ستونزې ډېر ژر هوارې او د واک لېږد په سوله ييز ډول سرته ورسيږي."

د افغانستان د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې مشر او د مناظرې ويناوال، حفيظ الله بارکزي ومنله کېدای شي چې د رايه ورکوونکو بې ميني توب يوه ستونزه وي، خو له اورېدونکو يې وغوښتل يو ځل بيا په هغې کې گډون وکړي.

هغه وويل:"له خلکو سره زموږ له اړيکو څرگنده شوې چې هغوی په څو دلايلو په ټاکنو کې له گډون سره مينه نه لري. ما له هغوی څخه وغوښتل چې بيا رايه ورکړي او د خپل او هېواد د برخليک په ټاکلو کې گډون وکړي."

د پغمان ولسوال، حاجي قدير د درغليو په مخنيوي کې د ټاکنو پر خپلواک کميسون نيوکه وکړه. هغه د ټاکنو پر کارکوونکو غږ وکړ چې له دويم پړاو څخه وروسته د رايو په شمېرنې کې بيړه وکړي.

هغه وويل: "د لومړي پړاو په ستونزو کې امنيتي گواښونه، د رايې ورکولو د پاڼو کمښت او په يو شمېر ولايتونو کې د زورورو افرادو له خوا په ټاکنو کې لاسوهنه شامل وو. همدارنگه د ټاکنو په خپلواک کميسون کې مسلکي کارکوونکي هم لږ وو."

نوموړي زياته کړه: "حکومت بايد هرو مرو د دويم پړاو شفافيت تضمين کړي او پايلې  له ځنډ پرته اعلان کړي."

د پغمان يو اوسيدونکي، عزت الله له ويناوالو وپوښتل، ايا هغوی انگيري چې د دويم پړاو ټاکنې به افغانستان په قومي ليکو وويشي.

په دوو مخکښو نوماندانو کې چې يو د بل په وړاندې ولاړ دي، د عبدالله عبدالله د ملاتړ بنسټ، تاجيک مېشته او هزاره مېشته سيمې او اشرف غني احمدزی د پښتنو غوره انتخاب دی.

قدير په ځواب کې وويل: "سره له دې چې زما په اند دا خبره هغومره د پام وړ نه ده، خو موجوده ده. دا د خلکو دنده ده چې ځانونه له دې بدمرغۍ څخه وژغوري. هغوی بايد خپله رايه يو ديني مکلفيت وبولي او په پوره فکر او دقت يې ورکړي."

عنايت الله عمري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists