د ځوانانو مناظره: د ټاکنو امنيت تر پايه ستره اندېښنه وه

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو امنيت تر پايه ستره اندېښنه وه

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د سويل ختيځ ولات خوست محصلانو د اپرېل د پنځمې نېټې تر ټاکنو دمخه وويل، امنيت لا تر اوسه د يوې جدي اندېښنې په توگه پاتې دی.

د رايو له ورکولو يوازې دوې ورځې دمخه د خوست ولايت په شيخ زاهد پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر په يوې رابلل شوې مناظرې کې محصلانو له پوليسو او د ټاکنو د خپلواک کميسون له کارکوونکو وپوښتل، ايا د رايه ورکوونکو د امنيت د تامين په موخه پوره تدابير نيول شوي دي او که نه.

د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييز وياند، صاحب الدين ځدراڼ وويل، ډاډمن دی چې امنيتي ځواکونه د رايې ورکولو د ورځې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ځدراڼ محصلانو ته وويل: "ټولې امنيتي ستونزې د حکومتي ځواکونو له خوا هوارې شوي. موږ ډاډمن يو چې له کومې لويې ستونزې پرته به ټاکنې سرته ورسيږي. موږ لا له وړاندې د ټاکنو ټول اړين توکي اړوندو ولسواليو ته استولي دي."

د خوست د امنيه قوماندانۍ حقوقي سلاکار، سمونوال رحمت گل وويل، افسران په سيمه کې د رايو د ټولو مرکزونو بشپړ کنترول په لاس کې لري او د هر ممکنه گواښ غبرگون ته چمتو دي. 

هغه وويل: "په خوست ولايت کې د رايو ورکولو ټول ١٨٧ مرکزونه موجود او ټول به د رايه ورکوونکو په وړاندې پرانيستې وي."

د افغانستان په نورو برخو کې، په تېره بيا په سويل کې، د ياغيانو د بريدونو د خطر له امله کارکوونکي د رايو ورکولو د ځينو مرکزونو تړلو ته اړ شوي دي.

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists