د ځوانانو مناظره: د ټاکنو امنيت، په ننگرهار کې لويه اندېښنه

د ځوانانو مناظره: د ټاکنو امنيت، په ننگرهار کې لويه اندېښنه

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

د افغانستان د ختيځ، ننگرهار ولايت يو ژورنالست گوته څنډلې، کېدای شي خرابېدونکې امنيتې وضعه په يو شمېر ولسواليو کې د رايو د ورکولو د مرکزونو اغېزمنه څارنه له خنډ سره مخامخ کړي. 

د آصف شينواري په نامه يوه ځايي خبريال د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې رابلل شوې مناظرې گډون کوونکو ته وويل، د ننگرهار د هسکې مينې ولسوالي، چې له پاکستان سره په گډه پوله پرته ده، د ٢٠٠٩ کال ټاکنو په پرتله اوس له توندو بريدونو او تاوتريخوالي سره مخامخ ده. 

نوموړي دا خبرې د مارچ په ١٨ په سپين غر هوټل کې د غونډې برخوالو محصلانو ته وکړي، ويې ويل: "زه په مخکنيو ولسمشريزو ټاکنو کې د رپوټ د چمتو کولو لپاره هسکې مينې ته تللی وم، خو اوس نشم تللای. ډاډمن نه يم هلته به عادلانه ټاکنې څنگه سرته ورسيږي."

د ننگرهار پوهنتون استاد، منگل شېرزاد دا خبره ومنله، ويې ويل، امنيت هغو افغانانو ته لويه اندېښنه ده چې د اپرېل په پنځمه نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په پلان شوو ټاکنو کې رايې ورکولو ته سترگې په لار دي.

هغه يادونه وکړه، که چېرته د خلکو ډېری شمېره د تاوتريخوالي له ډاره د رايو مرکزونو ته لاړ نشي، نو د ټاکنو مشروعيت به په بشپړ ډول تر سيورې لاندې راشي.

د ادريس شگېوال په نامه يوه گډون کوونکي هم د امنيت په اړه له ويناوالو پوښتنه وکړه. هغه وپوښتل، څنگه به حکومتي چارواکي د شفافو ټاکنو تمه ولري چې زياتره سميې د مخالفينو په ولکه کې دي. په هغو ولسواليو کې د درغلۍ شونتيا ډېره ده چې د ټاکنو څارونکي د امنيتي اندېښنو له امله هلته نشي تللای. 

هغه وپوښتل: "دا چې د ټاکنو خپلواک کميسون ويلي، ښايي کارکوونکي يې ونشي کولای ځينو سيمو ته لاړ شي، نو څنگه به د عادلانه ټاکنو دعوه وکړو؟"

د ځوانانو د ولايتي څانگې مشر، مطيع الله احمدزي وويل، د معلوماتو د ورکړې پروگرامونو د ټاکنو د اهميت په اړه د کليوالو په هڅونې کې يو څه برياليتوبونه ترلاسه کړي.

هغه برخوالو ته وويل: "موږ په ټولو ولسواليو کې له ځوانانو سره گډې غونډې جوړې کړي، خو نورو موسسو دا کار نه دی کړی. له دې امله تر اوسه يو شمېر خلک د ټاکنو پر اهميت نه پوهيږي."

په ننگرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه اړيکو کارکوونکي، عازم عارف وويل، تمه لري د هېواد امنيتي ارگانونه به د رايو ورکولو په وخت کې د امنيتي گواښونو مخنيوی وکړای شي.

هغه د مدني ټولنو پر ډلو، قومي مشرانو او رسنيو غږ وکړ چې په ښه ډول د ټاکنو د سرته رسولو لپاره له خپلې ټول وس کار واخلي.  

هغه وويل: "ټاکنې ښايي رڼې وي. سيمه ييزې ټولنې، رسنۍ، ځوانان او د مدني ټولنې ډلې ټول د دې ‌فرصت لري چې د رايو د ورکولو په څارنه کې مرسته وکړي."

ذ‌‌‌‌‌‌‌بيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists