د ځوانانو مناظره: د هرات چارواکي د امنيت د تامين ژمنه کوي

د ځوانانو مناظره: د هرات چارواکي د امنيت د تامين ژمنه کوي

Monday, 17 February, 2014

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

افغانستان په لويديځ هرات کې امنيتي پوځونو رايه ورکوونکو ته ويلي، هغوی "٩٠ سلنه"ډاډمن دي چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې به هم خوندي او هم رڼې وي.  

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند، عبدالحميد حميدي وويل، چارواکي له هرو ممکنو لارو چارو کار اخلي، ترڅو تاوتريخوالی او فساد د رايې ورکولو بهير گډوډ نه کړي.

نوموړي د جنورۍ د مياشتۍ په نهمه محصلانو ته وويل: "[د نورو سيمو په پرتله] په هرات کې امنيت د زياتې اندېښنې وړ نه دی. موږ ٩٥ سلنه ډاډمن يو چې د رايې د ورکولو په ورځ به امنيت ښه وي او ټاکنې به رڼې وي."

حميدي دا تبصرې د آی ډبليو پي آر له خوا په هرات پوهنتون کې په يوې رابلل شوې مناظرې کې، چې شاوخوا سلو تنو محصلینپکې گډون کړی و،څرگندې کړې. د ويناوالو په ډلې کې د مدني ټولنې فعال، خليل پارسا، ژورناليست او سياسي شنونکي، ولي محمد حديد او د ټاکنو د خپلواک کميسون پخواني سيمه ييز مشر، ضيا احمد ضيا شامل وو.

حميدي د مناظرې برخوالو ته وويل، په هرات ولايت کې د رايو ورکولو ټول ٤٦٧ مرکزونه تنظيم شوي. په داسې حال کې چې نوموړي ترکمنستان ته په پوله پرتو سيمو، لکه گلران، کشک کهنه او رباط سنگي کې د ځينو امنيتي ستونزو د شتون په اړه اندېښنه څرگنده کړه، خو ټينگار يې وکړ دا [اندېښنه] به ټاکنيز بهير اغېزمن نه کړي.

هغه وويل: "کېدای شي چې د حکومت مخالفين د ټاکنو د گډوډولو هڅه وکړي، خو هڅې به يې بريالۍ نشي. زموږ امنيتي پوځونه غبرگون ته چمتو دي."

يوه محصل له ويناوالو وپوښتل، د ټاکنو د خپلواک کميسیون د کارکوونکو د ټاکلو لپاره کوم معيارونه موجود دي. 

ضيا، چې د ټاکنو له خپلواک کميسیون څخه دوې مياشتې دمخه گوښه شوی، وويل، "د ټاکنو د کارکوونکو د گومارنې بهير رقابتي دی. کارکوونکي د ټاکنو د خپلواک کميسیون د قانون له مخې ټاکل کيږي او د لگښت د سپما په موخه لومړيتوب د هرې يوې سيمې اوسيدونکو ته ورکول کيږي."

عذرا عزيز د هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.


 
Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists