د ځوانانو مناظره: د نوماندانو تشې ژمنې

د ځوانانو مناظره: د نوماندانو تشې ژمنې

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د محمدولي زيرک ليکنه

محصلانو د افغانستان په سويل لويديځ ولايت، هلمند کې د ولايتي شورا ځايي نوماندان تورن کړل چې په ټاکنيزو مبارزو کې يې له خلکو سره خيالي ژمنې کړي دي.

د آی ډبليو پي آر په غونډې کې، چې له سلو څخه زياتو نارينه او ښځينه وو محصلانو پکې گډون کړی وو، داسې اندېښنې تر غوږو شوې چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو ته د ولايتي شوراگانو ولاړو نوماندانو هڅه کړې، د رايو د اخيستلو لپاره رايه ورکوونکي په لاسي ډول بېلارې کړي. د راتلونکي مشورتي جرگې غړي بايد د عادي افغانانو ژوند ښه کولو ته ډېر صادقانه او رښتينې واوسي.

د هلمند پوهنتون محصل، عبدالقيوم وويل، اورېدلي يې دي د ولايتي شورا نوماندانو د داسې پروگرامونو ژمنې کولې چې آن د ولسمشريزو نوماندانو له وس پورته وې

محمد اسمعيل شيرزي وويل:"حکومت ته د خلکو د غږ له رسولو پرته د ولايتي شوراگانو استازي يوازې د ادارو او پروژو څارنه کولای شي او په اړه يې سلا مشورې ورکولای شي. يوازې همدا د هغوی دنده ده او بس."

نوموړې مناظره د مارچ په ٢٠ په هلمند پوهنتون کې جوړه شوې وه او په ويناوالو کې د ټاکنو د خپلواک کميسون استازي، محمد قاسم عزيزي، د هلمند پوهنتون استاد، محمدقاسم عادل او د اراکوزيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد، محمدهاشم نوراني گډون درلود. 

د غونډې په بهير کې محصلانو د تېر ټاکنيز کمپاين په اړه خبرې اترې وکړې او په دې اړه وغږېدل چې په ٢٠٠٩ کال د نوماندانو له خوا شوې ژمنې څومره عملي شوې دي. د نوماندانو له خوا په لسو پروژو کې، د بېلگې په توگه، يوازې د کجکي د برښنا يوه پروژه پلې شوې، هغه هم نېمگړې پاتې ده.

د هلمند ولايت يو ځوان اوسيدونکي، حکمت الله له ويناوالو وپوښتل، ولسمشرۍ ته ولاړ اته تنه نوماندان کوم پروگرامونه سرته رسولای شي. عادل وويل، هغوی بايد "په ملي کچه د اوږدې مودې پروژې"پيل کړي چې وکړای شي امنيت تامين او ټيکاو رامنځته کړي.   

عزيزي زياته کړه، "اسلام، هېواد او خلکو ته خدمت د نوماندانو گډ شعارونه دي. هغوی بايد په دې وپوهيږي چې د زياتو پروژو ژمنه غير واقعې خبره ده، ځکه هغوی د دې کار وس نه لري."

محمد ولي زيرک د هلمد پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists