د ځوانانو مناظره: د نظر د معلومولو سروې امنيتي اندېښنې راپورته کوي

د ځوانانو مناظره: د نظر د معلومولو سروې امنيتي اندېښنې راپورته کوي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د هېواد د جمهوري رياست تر ټاکنو دمخه د افغانانو د اندېښنو په اړه د نظر د معلومولو سروې څرگنده کړې چې امنيت د يوې لويې اندېښنې په توگه پر خپل ځای پاتې دی.

د نړيوالې دموکراسۍ د مشورتي ډلې وياند، سيد ياسين حسيني وويل، په دوو سروېگانو کې خلکو د مخالفينو د تاوتريخوالي د پرله پسې گواښونو په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده. 

نوموړي د مارچ په ١٩ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل: "زموږ له ميندنو څرگنديږي چې بې ثباتي په افغانستان کې يوه لويه ننگونه ده. نيمايي ځواب ورکوونکو ويلي د امنيت د نشتوالي له امله اندېښمن دي او له دې سره موافق وو چې دا يوه لويه ستونزه ده."

هغه زياته کړه: "زموږ نورو ميندنو څرگنده کړه چې خلکو د ټاکنو له نوماندانو څخه د ډېرو ځانگړو پروگرامونو د اورېدلو تمه درلوده."

د آی ډبليو پي آر مناظره د کابل د باختر په خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه او څه دپاسه ٥٠ تنو نارينه او ښځينه محصلانو پکې گډون کړی وو.

د نوموړي پوهنتون يوه استاد، فهيم حکيم د غونډې گډون کوونکو ته د ټاکنو په اړه د نظر د معلومولو د سروې د اهميت په اړه وينا وکړه او د هغې اغېز ته يې گوته ونيوه.

هغه محصلانو ته وويل: "د نظر د راغونډوونکو يوه دنده دا ده چې له سروې ناسمه گټه پورته نشي. سروې بايد خلکو ته مازې د ټاکنو په اړه د خلکو نظر څرگند کړي. په دموکراتيکو ټولنو کې دا کار يوه عادي خبره ده. د خلکو د نظر سروې له موږ سره مرسته کوي چې د خلکو پر هيلو او نيوکو وپوهيږو. د سروې موخه د يوې ټاکلې موضوع يا پېښې په اړه د خلکو د نظر اخيستل دي. په سروې کې بايد د څرگندې پايلې د ترلاسه کولو لپاره له ډېرو خلکو څخه ورته پوښتنه وشي."

د ټاکنو د رسنيو د کميسون مرستيال، حشمت الله رادفر، چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو لپاره د رسنيو فعاليتونه تر څارنې لاندې نيسې، تينگار وکړ، د نظر د معلومولو په سروېگانو کې بايد ډېر جدي او سخت معيارونه پلي شي. که [د سروېگانو] د پلې کولو لارې چارې ناسمې وي، نو پايلې به يې هم بې معنا او ناسمې وي.

نوموړي گوته وڅنډله: "که چېرته د نظر د معلومولو سروېگانې په مسلکي توگه سرته ونه رسيږي، نو پايلې په يې ناسمې وي او کېدای شي پر ټاکنيز بهير سيوری وغوړوي. له دې امله د ټاکنو د رسنيو کميسون د ناسمو سروېگانو د سرته رسېدلو مخه نيولې ده. موږ د هغه کار ننگه او ملاتړ کوو چې په سم ډول د خلکو نظر غبرگ کړای شي."

محمد فيصل نويد د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists