د ځوانانو مناظره: د غزني پوليس د خوندي ټاکنو ژمنه کوي

د ځوانانو مناظره: د غزني پوليس د خوندي ټاکنو ژمنه کوي

Tuesday, 17 December, 2013

په افغانستان کې د عبادلله عمر ليکنه

دغزني ولايت دامنيې قوماندان ويلي چې د هغه ځواکونو د راتلونکي کال داپرېل مياشتې ولسمشريزو اوولايتي شوراگانو له ټاکنو دمخه دامنيت خوندي کولو ته ملاتړلې ده.

دامنيې قوماندان،جليلي په غزني کې د دسمبرپه يوولسمه نېټه دآی ډبليو پي آرله خوا په يوې رابلل شوې غونډې کې د ټاکنيز امنيت په اړه خبرې کولې.

جليلي وويل، پوليس او نورې امنيتي ادارې د ټاکنو د ترسره کولو په موخه د رايې اچونې پر مرکزونوسربيره خپله د امنيت ليکه نوره هم پراخه او لرې پرتو سيمو ته رسوي.

په نوموړي ولايت کې د امنيتي اندېښنو په اړه د پوښتنو په لړۍ کې جليلي وويل،[په امنيتي برخه کې] دپام وړ ښه والی راغلی دی، زيات شمېر خلک استخباراتي معلومات راکوي او پوليس د ياغي ډلو له خوا رامنځته شوي گواښونه څاري.

نوموړي په غونډه کې گډون کوونکو محصلانو ته وويل: "پوليس او نورې امنيتي ادارې به په راتلونکو درېو مياشتو کې خپله دايره، ترهغو سيمو پورې پراخه کړي، چې تر نورو سيمو زيات تر گواښ لاندې دي. موږ تاسو ته ډاډ درکوو، پوليس به د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي پورې هڅه وکړي چې په غزني کې د ټاکنو لپاره امنيت خوندي کړي."

په دې ډاډگيرنې محصل، رحمت الله رفعت او د ولايتي شورا نوماند، داد محمد شاداب قانع نه وو. دواړو د ٢٠٠٩ کال د ټاکنو يادونه وکړه چې هغه مهال د غزني پر ښار څو توغندويي بريدونه ترسره شوي وو. 

شاداب وويل: "د تېرو ټاکنو په اړه د امنيت د ښه والي ژمنې شوې وې، خو له بده مرغه په هغه ورځ يې له توغندويي بريدونو څخه ونه شو ژغورلای."

د ادريس وفا په نامه يو بل محصل شک څرگند کړ چې گوندې امنيتي ځواکونه دې د گواښونه مخه ونيولای شي، ځکه له تېرې لسيزې راهيسې د امنيت په ټينگولو کې پاتې راغلي دي.

د ولايتي شورا يوه غړي، عبدالجامع جامع په ټينگه د کارونو د ښه کېدو خبر وکړه. 

هغه وويل: "د مخکنيو کلونو په پرتله اوس امنيتي وضع ښه ده. په اندړ ولسوالۍ کې اويا سلنه امنيت دی، په داسې حال کې چې د مقر او گيلان ولسوالۍ سل په سلو کې امنې دي."

عبادلله عمر د غزني پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists