د ځوانانو مناظره: د غزني ولايت چارواکي وايي د رايې د پاڼو په کمښت کې د معاملې کومه خبره نه وه

د ځوانانو مناظره: د غزني ولايت چارواکي وايي د رايې د پاڼو په کمښت کې د معاملې کومه خبره نه وه

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د غزني ولايت يوه ولسوال د امنيت په تامين او د ټاکنو په ورځ د درغلۍ د کچې د ټيټولو له امله د ټاکنو د کارکوونکو ستاينه وکړه.

د جاغوريو ولسوال، ظفر شريف وويل، هغه دا مني چې د ځينو لرې پرتو سيمو ټاکنيزو مرکزونو ته د رايې ورکولو لږې پاڼې استول شوې وې، خو له عمومي بهير څخه ډېر خوښ دی.

شريف [د جاغوريو] په ولسوالۍ کې د اپرېل په ١٦ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل، په غرنيزې لرې پرتې ولسوالۍ، جاغوريو، کې شاوخوا اتيا زره رايه ورکوونکي د رايو ورکولو ٣٦ مرکزونو ته لاړ ل چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې گډون وکړي.  

شريف محصلانو ته وويل، کله چې چارواکي د ټاکنو په يو شمېر مرکزونو کې د رايې ورکولو د پاڼو له کمښت خبر شول، نو ډېر ژر يې گام پورته کړ او د رايې ورکولو نورې پاڼې يې واستولې.

نوموړي د مناظرې برخوالو ته وويل: "د ټاکنو د ورځې يوازنۍ ستونزه په ځينو لرې پرتو سيمو کې د رايې د ورکولو د پاڼو کمښت او دغه سيمو ته د ځينو خلکو نه رسېدل وو. د نورو مرکزونو په پرتله يو شمېر مرکزونو ته د رايې ورکولو زياتې پاڼې استول شوې وې، خو دا دومره لويه ستونزه نه وه چې ټاکنې تر سيورې لاندې راولي."

د آی ډبليو پي آر په مناظرې کې له سلو زياتو ځايي محصلانو او نورو پېغلو او ځوانانو گډون کړی وو. د گډون کوونکو له ډلې څخه د حليمې په نامه يوې نجلۍ له ويناوالو پوښتنه وکړه، د رايې ورکولو د پاڼو کمښت څومره جدي ستونزه وه.

د خاتم النبيين د خصوصي پوهنتون رئيس، محمد رحيم اصغري گوته وڅنډله، که چېرته څرگنده شوه چې دا کار په ټول افغانستان کې سرته رسېدلی، نو رايه ورکوونکي حق لري د [ټاکنو] بهير تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه د غونډې برخوالو ته وويل: "که څرگنده شوه چې دا ستونزه په ټول افغانستان کې تکرار شوې، نو لامل به يې داوي چې د دولت محورونه کمزوري شوي. کېدای شي دا کار د خلکو او دولت تر منځ بې باوري رامنځته کړي. خلک به د دموکراسۍ پر اصولو خپل باور له لاسه ورکړي."

د مناظرې گډون کوونکو له ويناوالو څخه د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو په سرته رسولو کې د مدني ټولنو د اغېزمنتوب په اړه يو شمېر پوښتنې وکړې.

د محمد هادي بشارت په نامه يوه فعال وويل، د هغه په اند د جاغوريو رسنۍ د [ټاکنو] د ورځې په اړه په ځانگړي ډول د رپوټ او همدارنگه د ټاکنو په اړه د مخکني پوهاوي په ورکولو کې اغېزمنې وې. 

هغه وويل: "د جاغوري رادېو، د پيام جوانان رادېو او په ولسوالۍ کې پنځو فعالو خپرونو د ټاکنو په اړه په رپوټ ورکولو او پوښښ کې ډېرمثبت رول لوبولی دی."

د پيمان په نامه يوه محصل وپوښتل، ولې د ټاکنو په ورځ د نارينه گانو په پرتله د ښځو شمېره زياته وه. د فيض محمد کاتب د لوړو زده کړو د موسسې استاد، مرتضی فيضي وويل، د دې پېښې تر شا يو شمېر لاملونه موجود وو.

هغه وويل: "لومړی، ښځې د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه ډېرې حساسې دي. دويم، د جاغوري ولسوالۍ زيات شمېر نارينه گان او ځوانان له هېواده بهر په بهرنيو هېوادونو کې اوسيږي."

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists