د ځوانانو مناظره: د غزني والي د سوله ييزو ټاکنو ژمنه کوي

د ځوانانو مناظره: د غزني والي د سوله ييزو ټاکنو ژمنه کوي

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

د غزني والي، محمد موسی اکبرزاده د آی ډبليوپي آر له خوا د يوې رابلل شوېغونډې  برخوالو ته وويل، د دې ولايت رايه ورکوونکي لېوال دي چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې گډون وکړي.

هغه د اپرېل د دويمې نېټې غونډې ته وويل: "موږ په غزني ښار کې د رايې ورکولو د کارتونو د ثبت دوه مرکزونه لرو چې له سهاره تر ماښامه کار کوي. خلک ډلې ډلې راځي او خپل د رايې ورکولو کارتونه اخلي. دا د دې څرگندوونکې ده چې خلک څومر راتلونکو ټاکنو ته لېوال دي."

د غزني ولايت د ښځو د چارو رئيسې، شکريې ولي گډون کوونکو ته وويل، د مخکنيو ټاکنو په پرتله دا پلا زياته شمېره ښځې په ټاکنو کې گډون کوي.

هغې وويل: "موږ ليدلي چې تر اوسه ٤٠ سلنه ښځو په غزني ولايت کې د رايې ورکولو کارتونه اخيستې دي. هغوی به هرو مرو په هغې کې برخه واخلي."نوموړې پر نارينه گانو غږ وکړ چې د خپلو کورنيو ښځينه غړې رايې ورکولو ته وهڅوي.

د گډون کوونکو له ډلې څخه د صديقې په نامه يوې نجلۍ وپوښتل، چارواکي څنگه خلکو ته د ټاکنو د شفافيت په اړه ډاډ ورکولای شي.

اکبرزاده په ځواب کې وويل، دا د افغانانو ستره اندېښنه ده. هغه به پخپله د يو کميسون مشري وکړي چې په غزني کې د ټاکنو شفافيت ډاډمن کړي. د کميسون په نورو غړو کې د ولايت د امنيت عمومي رئيس، د اردو، پوليسو، د ټاکنو د خپلواک کميسون او د ټاکنو د شکايتونو د کميسون چارواکي شامل دي.   

والي گډون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د درغلۍ چانس لږ دی.

هغه وويل: "د رايې ورکولو په هر مرکز کې به د ټاکنو شاوخوا لس تنه څارونکي موجود وي. زه فکر نه کوم چې لس تنه څارونکي به ټول د درغلۍ په اړه ورته نظر ولري. له دې امله درغلي ناشونې ده."

نوموړي وويل: "زه له ټولو څارونکو څخه جدي غوښتنه کوم چې که د درغلۍ کومه پېښه يې وليده، بايد په مستند ډول يې رپوټ ورکړي."هغه زياته کړه، حکومتي کارکوونکي د ټاکنو په بهير کې له هر راز لاسوهنې څخه منع دي.

په مناظره کې د خبرو اترو بله موضوع د ټاکنو امنيت و، چې طالبانو څو څو ځله د ټاکنو د گډوډولو او د رايه ورکوونکو د وژلو گواښونه کړي دي. 

اکبرزاده وويل، هغه ډاډمن دی چې امنيتي تدابير به په غزني کې اغېزمن وي. درې زره تنه پوليس او ٢٠٠ تنه د امنيتي خدماتو کارکوونکي او همدارنگه اردو به، چې ټول ٦٠٠٠ تنه کيږي، د امينت ساتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: "موږ په غزني کې درې امنيتي کمر بندونه جوړ کړي. موږ خپلو افغانانو ته ډاډ ورکوو چې اندېښنو ته هيڅ ځای ورنه کړي."

د مناظرې بلې ويناوالې، عفيفې وپوښتل، ايا مخالفينو ته په ټاکنو کې د گډون بلنه ورکړ شوې، که نه وي ورکړ شوې، نو ايا خپلې جگړې ته به دوام ورکړي.

د غزني د سولې د ولايتي کمېټې د سکرتريت مشر، شېرجان رحماني وويل، ډېر هڅې يې کې کړي چې طالبانو ته په ټاکنو او د سولې په خبرو کې د گډون په اړه قناعت ورکړو، خو گټه يې نه ده کړې.

هغه وويل: "موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو، ترڅو د حکومت وسله وال مخالفين وهڅوو چې اساسي قانون او سوله ومني چې ټيکاو په هېواد کې رامنځته شي."

عبدالله لامع د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists