د ځوانانو مناظره: د غزني ديني عالمان د دموکراتيک ارزښتونو په اړه خبری کوی

د ځوانانو مناظره: د غزني ديني عالمان د دموکراتيک ارزښتونو په اړه خبری کوی

Thursday, 5 December, 2013

په افغانستان کې د عبدالله لامع ليکنه

په روانه اوونۍ کې افغاني پوهانو او ديني عالمانو د افغانستان راتلونکو ټاکنو ته يو ځل بيا خپله ژمنه تکرار کړه او رايه ورکوونکو ته يې ډاډ ورکړ چې دموکراسي د اسلام خلاف نه ده.  

د غزني په پوهنتون کې په يوې غونډې کې يوه وينا کوونکي عالم په ټينگار وويل چې ازادې او عادلانهټاکنې د راتلونکي پرمختگ کلي ده.

شاوخوا سلو تنو محصلانو د دسمبر په دويمه په غزني کې د آی ډبليو پي آر په ملاتړ په يوې جوړې شوې غونډې کې گډون کړی وو.

په وينا والو کې د توحيد د مدرسې مدرس، مولوي غلام محمدي، د خاتم النبيين د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استادانو، محمد اسحق مهدوي او محمد رحيمي او سياسي فعال، جمعه خان همدر گډون کړی و.

رحيمي د دين او دموکراسۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، اسلام د سمې حکومتوالۍ، د اغېزمن نظم او قانون او د پوه او آگاه ولس د فعال گډون پلوي او ملاتړی دي.

هغه وويل، د ٢٠١٤ کال د اپرېل د مياشتې ولسمشريزو ټاکنو او د ولايتي شوراگانو نوماندان بايد يوه ښيرازه افغانستان ته ژمن وي او د پخو تجربو او ښې وړتيا ډاډمنه مخينه ولري.    

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists